27/02/2024
ښۀ خبر د یار نۀ راځي پرته لۀ نفرته
خیر ؤکړې چې ؤرنۀکړو یارۍ ته سره لته
څۀ پۀ چاپلوسۍ یې سره بېل کړو بېعلته
ؤۍ زۀ خو د دوی څۀ اؤ څۀ ؤکړم لۀ تا پرته
نۀ کؤي څوک مینې سیاستونو کې ملته
چا چې زړۀ بایللې پۀ رهبر، شو خجالته
نۀ هغه یوسف، نۀ زلیحا شته، نۀ پرې خته
نۀ ؤرسېد بیا څوک لۀ کوهي تر سلطنته
داسې ځارېدل غؤاړم که را یې کړي څوک پته
پته مې چې ؤرکه شي اؤ ښۀ چې شم بېپته
یؤ خو یارو بېله سپین سترګي کړه لۀ جرئته
تۀ چې ؤرغږېږې د پلار سترګو ته پۀ ګؤته
پروت یې پۀ مرۍ لکه خپسه جهالته
څنګه به کمزورې جامعه کړم را اوچته
نۀؤي احترام متقابل که پۀ جؤته
ټول عاشقان نۀدي د خوشال رنګ بېغیرته
څنګه به در ښۀ کړي سکندر زړګی بېسته
تۀ چې مازدیګر څملې د مینې لۀ غربته
2024/2/11