Zirak Store

Zirak Store Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zirak Store, Shopping & retail, Khost.

01/03/2023
12/02/2023

نعت شريف

04/02/2023
د اختر لمونځ نيت اوطريقهشير يی کړۍ د ثواب په خاطر مینه والو نشر یی کړئ.مننهد اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا  لمونځ واجب  ...
09/05/2021

د اختر لمونځ نيت اوطريقه
شير يی کړۍ د ثواب په خاطر
مینه والو نشر یی کړئ.مننه
د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى به نيت وکړى
نيت مى کړى زړه د اخلاصه د کوچنی اختر دوه رکعته لمونځ سره د شپږو تکبيرونو په دى امام پسې ادا کوم خاص خداى لره مخ مى د کعبي شريفى پر لور
الله اکبر
دوهم: به ثناء (سبحنك اللهم ...) تر اخره پوري ووايي.

دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي امام په اوچت آواز او مقتديان په ورو سره دری تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.

څلورم: امام به سورة فاتحه او قرائت وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي.

پنځم: نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.
او لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي.
ــــــــــــ
د اختر لمونځ :

پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .

د اخترونو د لمانځه مسائل :

۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .

۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .

۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .

د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :

۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .

۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .

له ملګرو سره ىى شرىک ګړى!
مننه

خوست ولایت حکیم  تڼیوال پارک
30/04/2021

خوست ولایت حکیم تڼیوال پارک

له پنده ډکه ښکلې کیسه:وایي موسی علیه السلام دیوې پيغلي او ځوان واده ته دعوت/ بلل شوی وو.په واده کي خوشحالي وه او ټولو خو...
27/04/2021

له پنده ډکه ښکلې کیسه:
وایي موسی علیه السلام دیوې پيغلي او ځوان واده ته دعوت/ بلل شوی وو.
په واده کي خوشحالي وه او ټولو خوشحالي کوله
ځوان او پېغله هم خوشحال او خندان وه.
دشپې په اخره کي موسی علیه السلام د دوی د بام پر سر عزرائیل علیه السلام ولیده او دهغه څخه یې پوښتنه وکړه چي څنګه راغلی یې او دلته څه کوې؟

عزرائیل علیه السلام وویل:نن شپه دالله تعالی په امر باندي دناوي او زوم څخه روح اخلم
هغه داسي چي یو مار به راشي دوی دواړه به وچیچي او زه به یې روح واخلم
موسی علیه السلام په فکر کي لاړ،چي سبا شو راغلو ترڅو د نیک عمله ځوان او پېغلي په جنازه کي ګډون وکړي
چي ګوري ځوان او پېغله خوشحال ولاړ دي
او موسی علیه السلام یو مار هم مړ او پروت ولیده

موسی علیه السلام دالله تعالی څخه د دوی د عمر د اوږ والي پوښتنه وکړه؟
جبرائیل علیه السلام راغلی او ورته یې وویل چي دزوم او ناوي څخه د دوی داعمالو پوښتنه وکړه،
موسی علیه السلام راغلی او د دوی څخه یې پوښتنه وکړه!
دوی ورته وویل چي کله ټول خلګ لاړل او رخصت شول، شپه کي یو غریب سوال ګر راغلی او دروازه یې ارامه ټک ټک کړل چي کله زه دروازي ته ورغلم،هغه راته وویل چي دليري کلي څخه راغلی یم او خبر شوی یم چي ستاسو واده دی، او څو ورځي مي مناسبه ډوډۍ نه ده خوړلې
نن به موږ هم خوږه ډوډۍ وخورو

نوره ډوډۍ نه وه پاته یواځي دناوي لپاره لږ ډوډۍ پاته وه، زه نا امیده په دروازه کي پاتي شوم
چي ګورم ناوي سوال ګر ته ډوډۍ راوړه او هغه سوال ګر ته یې ورکړه او زموږ لپاره یې داوږ عمر دعا وکړه
او کله چي موږ چپرکټ ته راتلو دښځي څخه یو دروند دېګ په چپرکټ ولوېده پر هغه مار ولګېده او مړ سو موږ ټوله شپه په عبادت تېره کړه
جبرائیل علیه السلام وویل: ای موسی علیه السلام په دې پوه شه چي صدقه دټولو بلا ګانو مخه نیسي او دعمر دزیاتوالي سبب هم ګرځي.

دقیصې څخه پندونه:

اول : غریب او نېک خلګ ودونو ته راوستل دوهم: نېکه ښځه په نکاح کول ځکه دنیکي ښځي دبرکته دعمر اوږ والی راغلی
دریم: ښه اعمال په ځان کي راوستل ځکه ښه اعمال سړئ الله ته نږدې کوي.

Address

Khost
700

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zirak Store posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share