18/07/2022
د تېر ې ليکنې په دوام...
د انسان شتون د خدای د شتون ثبوت
په دومره پراخه کايناتو کې يوازې انسان دي چي د خدای له شتون انکار کوي. پداسې حال کې چی د انسان شتون د خدای د شتون غټ ثبوت دی. که چيري د انسان په څېر هستي پدې نړۍ کې شتون لري، نو په یقيني توګه سره خدای هم شتون لري. د انسان دننه ټولې هغه ځانګړتياوې په نيمګړې ډول سره پرتې دي، کومي چي د خدای سره په بشپړ ډول دي. که چيري نيمګړې/ناقصه هستي شتون ولري، نو بشپړه هستي خو په یقيني توګه سره شتون لري. د يوه له منلو وروسته دبل نه منل داسي يو منظقي تضاد دی، کوم چي هيڅ یوه د عقل څښتن ته د منلو وړ ندی.
ډيکارټ Rene Descartes مشهوره فرانسوی فیلسوف دی. هغه په ۱۵۹۶ ز کال کې زوکړه کړې او ۱۶۵۰ ز کال کې مړ دی. د ده پر وړاندې دا پوښتنه پرته وه، که چيري انسان شتون لري نو ددې عقلي ثبوت څه کېدای سي؟ له ډېر اوږده فکر وروسته نوموړي دا پوښتنه په داسې ټکو ځواب کړه. زه فکر کوم، ځکه زه شتون لرم:
I think, therefore I exist
د ډيکارټ دا ځواب د منطق له مخې يو ټينګ ځواب دی. مګر دا منطق، له کوم چي د انسان شتون ثابتيږي، دا تر دې هم غټه خبره ثابتوي او هغه د خدای د شتون عقلي ثبوت دی. د دې منطقي اصل په رڼا کې دا ويل به بيخي سم وي چي د فکر شتون سته، نو په همدې خاطر خدای هم سته:
Thinking exists, therefore God exists
فکر يو مجرد/جلا abstract څيز دی. کوم خلک چي له خدای انکار کوي، هغه ځکه کوي چي دوی ته خدای يو مجرد تصور مالوميږي او د مجرد تصور شتون د دوی لپاره د پوهېدو وړ ندی. ياني د يو داسي څيز منل کوم چي مادی وجود ونلري. خو هر انسان فکر کوونکی مخلوق دی. هر کس د خپلې تجربې پر بنسټ د فکر شتون/ وجود مني. پداسي حال کې چي فکر په بشپړ ډول يو مجرد تصور دی، ياني داسي يو څیز دی، د کوم چي هيڅ مادي وجود شتون نلري.
اوس که چيري انسان يو ډول مجرد تصور مني نو اړينه ده چي دوهم ډول مجرد تصور شتون ته به هم غاړه ايږدي. پرته شکه د خدای شتون داسي ثبوت دی چي هر انسان هغه ازمويلی دی او هر انسان يې پرته له اختلاف بايد ومني. که چيري انسان د فکر له شتون څخه انکار کوي، نو دا پدې مانا راځي چی انسان د خپل شتون څخه انکار وکړی. داچي هيڅ څوک د خپل ځان له شتون څخه انکار نسي کولای، د همدې امله په منطقي توګه هيڅوک د خدای له شتون هم انکار نسي کولای.
د خدای نه ليدل/غير مرئي invisible کېدل، د دې خبرې لپاره بسنه نه کوي چي د خدای له شتون دې انکار وسي. حقيقت دا دی چي د خدای د نه ليدلو پربنسټ د خدای له شتون انکار کول، د نوي ساينس په وخت زمانه کې د زمانې خلاف استدلال anachronistic argument دی. کله چي انسټاين (۱۹۹۵ ز کې مړ) اټوم ووېشلی او د علم درياب تر عالم صغير micro world پورې راورسېدی، نو له دې وروسته دا څرګنده سوه چي په نړۍ کې هرڅه پټ (غير مرئي) دي او نه ليدل کيږي. پخوا چي کوم څيزونه ښکاره / مرئي visible برېښېدل، هغه اوسمهال ټول پټ او نه ليدل کېدونکو کې راځي. د همدې پټ حالت پر بنسټ د خدای له شتون انکار کول، اوسمهال کې يو غير علمي موقف جوړ سوی دی. د دې موضوع د تفصيل لپاره د لاندې کتابونو مطالعه کول بسنه کوي:
Unseen World, by Sir Arthur Eddington
Human Knowledge, by A. W. Bertrand Russel
خلايي ليد/مشاهده
په ننۍ زمانه کې نوي څيزونه منځته راغلي دي، د هغې له ډلې يو څيز تشيال/فضا ته تګ دی. ډېر کسان د راکټونو له لارې تشيال ته پورته سول او د خپلو ځانګړو دوربينونو په مرسته يې ځمکه ښه مطالعه کړه. دې خلکو د خپلو خلايي ليدونو له مخې ډېرې نوې خبرې وويلې. د هغې له ډلې يوه خبره چي دوی تجربه کړې ده، هغه داده چي په دومره پراخه تشيال کې د ځمکې په څېر بلې کرې شتون نه درلودی. په ځمکه کې ژوند شتون لري او ترڅنګ يې د ژوند د پايښت لپاره د تمويل سيسټم هم شته. دا دواړه څيزونه (ژوند او د ژوند د تمويل سيسټم) په ځمکه کې په ډېره متناسب ډول سره شتون لري. يو ستور مزلي د ځمکې په اړه خپل اغېز داسي وښوده- سم توکي او څيزونه په سم ځای کې:
Right type of material at the place.
د ځمکې يو ځانګړنه هم دا ده چي دلته ژوند شتون لري. دلته خوځېدونکی انسان شتون لري، مګر د دا ډول ژوند شتون کومه ساده خبره نده. د دې لپاره نور اسباب پکار دي. د دې اسبابو پبرته د ژوند شتون او پايښت ناشونی دی. ځمکه د د دې اعتبار له مخې په دومره پراخه کايناتو کې يو خارق العاده استثنا ده. دلته انسان هم په استثنايي توګه سره شتون لري او د ده د شتون او پايښت لپاره په متناسب ډول هر رنګه د ژوند اسباب شتون لري.
په دومره پراخه کايناتو کې داسي له مانا ډکه استثنا پرته له شکه د يوې ارادي کړنې او پلان سوي تخليق ثبوت دی او چيري چي د ارادي عمل او پلان سوي تخليق ثبوت شتون ولري، نو هلته د ارادې او تخليق خاوند په څېر هستي خپله په خپله ثابتيږي.
ځمکه يوه استثنا
که چيري يو کس د ټولو کايناتو څخه ليدنه وکړي، نو دا به ومومي چي دومره پراخه کاینات ټول بې روحه Lifeless کاينات دي. هلته په تشيال کې ډېره غټه تشه/خلا ده، وېروونکې تاريکي ده، هلته دننه لويې، لويې ډبرې دي، د اور ستر، ستر غونډوسکي دي او ټول څيزونه په يو ليوني خوځښت کې دي.
کله چي نوموړی کس وروسته له هیبت لرونکي منظر څخه بيرته خپلې ځمکې ته راسي، خپله ځمکه ورته د حيرانۍ وړ استثنا مالومه سي. دلته په استثناي توګه اوبه شته، شينګيا شته، حيوانان شته، ژوند شته، د عقل او پوهاوي په قالب کې انسان شته او په پای کې جالب شی د ژوند سره موافق څيز چي د ژوند د تمويل سيسټم بلل کيږي، شتون لري. دلته په بشپړ ډول سره يو تهذيب civilization شتون لري، کوم چي په دومره پراخه کايناتو کې شتون نه درلودی. ياني په دومره بې مانا کايناتو کې يوه له مانا ډکه نړۍ!
لدې پېښې دا څرګنديږي چي په دومره پراخه کايناتو کې د ځمکې سیاره يوه کميابه/نادره استثنا ده. دا استثنا کومه کوچنۍ خبره نده. دا استثنا د يو لوی حقيقت ليدونکی ثبوت دی او دا د مطلق قادر خدای ثبوت دی. استثنا لاسوهنه/مداخلت ثابتوي او دا لاسوهنه پرته له شکه د لاسوهونکي/مداخلې کوونکي ثبوت دی، او کله چي مداخله کوونکي شتون ثابت سي، نو له هغې وروسته د خدای شتون خپله په خپله ثابتيږي:
Exception prove intervention and intervention prover intervener and when the existence of intervener is proved, the existence of God is also proved.
د ستونزو او کړاوونو مساله
د خدای د شتون د شک په اړه چي کوم څه ويل کيږي، له هغو څخه يوه هم د د افت/شر ستونزه problem of evil يا رنځ او کړاو تيرول suffering دي. دا ډول اعتراض کول يوازې د غلط فهمۍ پايله ده، پداسې حال کې په انساني ژوند کې چي کوم افتونه، رنځونه اوکړاونه راځي ، ټوله د انسان د لاس جوړ man-made دي، خو دا په ډېره ناسمه توګه د خدای د لوري God-made بلل کيږي. په انساني ژوند کې چي هر چيري د رنځ او کړاو په اړه څه ويل کيږي، هغه ټول د همدغه ناسم اړوندوالي/نسبت ورکونې پايله ده.
اسل کې ناسم پوهاوی له هغه ځايه راپيل سي، کله چي خلک د يوه کس په ژوند کې د رنځ او کړاو کومه پېښه وويني، نو په کړاو اخته کس په حواله د هغې توجیه/دفاع پيل کړي. ياني له هغې سره خواخوږي راپيل کړي. دا چي په ډېريو بېلګو کې د داسې اخته کس دننه کومه توجيه لاسته ته نه راځي، د همدې امله خلک د رنځ او کړاو داسي ويل پيل کړي، چي يا خو کوم خدای نسته او يا که خدای سته نو ډېر ظالم او بې انصافه دی. خو دا ډول نسبت ورکول ډېر ناسم کار دی.
د انسان په ژوند کې چي کوم رنځونه او کړاوونه راځي د هغې لامل ځيني وخت خپله کس وي، کله يې بيا مور او پلار وي، کله بيا هغه ټولنه وي چي نوموړی پکښې اوسي او کله بيا لوی ټولنيز نظام دې لامل ګرځي. ځیني وخت ستونزې او کړاوونه ناببره رامنځته کيږي او ځيني وخت دا ستونزه تېرو پلرونو او نيکونو له ګرځي.
په ناسم ماخذ کې مطالعه کول
حقيقت دادی چي د پورته شک د رامنځته کېدلو اسلي لامل ناسم ماخذ مطالعه کول دي. ياني په کومه پېښه/ظاهره چي موږ يې بايد له انسان سره اړونده او تړلي وبولو، د هغې تړاو موږ له خدای سره وينو. پداسې حال کې چي دا کړنه د ساينسي حقايقو خلاف کړنه ده.
د بېلګې په توګه په نن ورځ کې د AIDS ايډز ناروغۍ ستونزه يوه خطرناکه ستونزه بلل کيږي، خو خپله د طبي څېړنو له مخې دا ناروغي د انساني ازادۍ د ناسمې کاروونې پايله ده. په طب کې دا يوه خپلواکه نظريه ده چي وايي، ځيني ناروغۍ له پلرونو او نيکونو په نسلي بڼه لېږدول کيږي. دې ډول ناروغيو ته اجدادي atavistic disease ويل کيږي. په ورته توګه سره بېلا بېلې وباوې خپريږي، چي له امله يې په زرونو انسانان مري. (حتی تر ميليونونو، ځکه په اوس کې موږ د کرونا COVID-19 وبا وليدله په نړۍ کې يې تر ۲۵ ميليونه ډېر انسانان ووژل) او يا هم ورته روغتيايي ستونز پيدا کوي. د طبي څېړنو له مخې د دې د پيدا کېدو لامل خپله انسان دی.
په دهلۍ کې د يوه مشهوره ډاکټر زوی فلج سو او په بايسکله wheel chair کې به ګرځېدی. د دې افت/رنځ لامل دا وو چي په ډېر کم عمر کې د امريکا په روغتون کې ورته په ناسم ډول پېچکارۍ لګېدلې وه، نو د دې له امله په جسمي لحاظ نوموړی فلج سو. په همدې توګه د جګړو په پايله کې ډېر خلک ووژل سي او يا هم معيوبه سي او نور... دا ټول د انساني کړونو پر بنسټ ترسره کيږي.
اسله خبره دا ده چي انساني رنځونه او افتونه طبعت ته اړوندول، له لويه سره يوه غير علمي چاره ده. د ساينس ټولې څېړنې دا په ډاګه کوي چي طبيعت په بشپړ ډول سره له خرابیو پاک دی. طبیعت پدې کچې سره پاک دی چي د هرې کړنې په اړه مخکې له مخکې وړاندوينه کولای سو. که چيري په طبيعت کې د وړاندوينې دا ځانګړتيا شتون نه درلودی نو د ساينس ټولې چارې به په ناببره توګه له منځته تللې وای.
#اظهاردين
#دروند