Wahidullah Enqilab

Wahidullah Enqilab First of all most welcome to our page .. This page will provide you update Poetries, Love stories an

12/11/2025
26/10/2025

Jàwid Ķhaň

غوره نصیحت!!!مچ که د سبزۍ تللو پر وخت په تله کيني هيڅ پروا نکوي، خو که همدغه مچ د سرو زرو تللو پر وخت پر تله کېني څو زره...
03/10/2025

غوره نصیحت!!!
مچ که د سبزۍ تللو پر وخت په تله کيني هيڅ پروا نکوي، خو که همدغه مچ د سرو زرو تللو پر وخت پر تله کېني څو زره روپۍ قيمت لوړوي؛
دلته وزن اهميت نه لري بلکې د ناستې ځای اهميت لري.

د دې له پاره کوښښ وکړئ چې د عزت داره او درنو خلکو په مجلسونو کې کېنئ.
ژباړه
کاپي شوی

04/02/2025

ما ويل زړه زما خوږيږي
دې ویل څوک بــه دې یادیږي!

ما ویل اوگوره مئین دی.؛
دې ویل پــریږده چې ژړيږي!

ما ویل ډیره مې یادیږي
دې ویل ستـــــرگه مې رپیږي

ما ویل مه راته راگوره.
دې ویل زړه مې نــه صبریږي

ما ویل ټول کلی خبر شو.؛
دې ویل اوس به څه چل کیږي

ما ویل خوب خندا مې نشته.
دې ویل عشق کې دا سې کیږي

ما ویل ولې نه راګورې
دې ویل ستــرګې مې شرمیږي

ما ویل ولې په شاه گورې.؛
دې ویل مینه پـــــري زیاتيږي

26/01/2025
31/12/2024

بې ځایه فکرونه د ذهن قاتلان!
بې ځایه سوچونه د ذهن او خوشالۍ لپاره لکه زنګ دي چې فلز ته زیان رسوي کله چې موږ خپل ذهن په بې ځایه اندېښنو بوخت کړو نه یوازې زموږ انرژي ضایع کېږي بلکې د خوښیو دروازې هم تړل کېږي دا ډول فکرونه زموږ ذهن ته سکون نه ورکوي او نه موږ ته د ژوند په ښکلا تمرکز کولو فرصت ورکوي
که غواړئ خوشاله ژوند ولرئ
ذهن مو په مثبته سوچونو ډک کړئ
د شته نعمتونو شکر ادا کړئ
د هغو شیانو په اړه فکر وکړئ چې ستاسو په وس کې دي
او هغو پرېږدئ چې ستاسو له کنټروله بهر دي

یاد ولرئ: خوشالي ستاسو په لاس کې ده. پرېکړه وکړئ چې بې ځایه سوچونو ته ځای ورکوئ که مثبتو ارمانونو ته!

د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي🍁مينه د مېنې څو خبرې غواړي 🥀زلمي په غرونو کې غمي لټوي 🍁پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي 🥀دَ اد...
05/12/2024

د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي🍁
مينه د مېنې څو خبرې غواړي 🥀

زلمي په غرونو کې غمي لټوي 🍁
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي 🥀

دَ ادم خان له ګوتو دم وتی دے🍁
درخو رباب غواړي سندرې غواړي 🥀

مونږه ګلونه پرهرونه وېشو🍁
دنيا لعلونه ملغلرې غواړي 🥀

ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې🍁
د مینې شکور غواړي شکرې غواړي🥀

د‌ پرهرونو د سپرلي بادونه🍁
د غم جاګير ، د غم دوترې غواړي🥀

د خپل اختيار د اسمان سيل صابره🍁
خپلې بڼې ، خپلې وزرې غواړي🥀

#صاحب‌شاه‌صابر

Address

Kabul
NAYEID

Telephone

0780066693

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Wahidullah Enqilab posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category