Mahmood Marhoon

Mahmood Marhoon About Research and Translation services

09/01/2022

#نه‬⁩ پوهېږم دا ولي
‏موږ تر حقیقي حالتو اوحقیقي ژوند ‌‌‌‌‌‌ډېرپه مجازي حالتو او ژوند کي بند یو
‏او د مجاز تر ټولو غټه برخه همدا ټولنیزي رسنۍ دي.
‏هغه د چونګښو چم راسوی دئ چي ټوله نړۍ دا خپل ‌‌‌‌‌‌ډم بولي زموږستاسي هم ټوله نړۍ
‏فیسبوک، ټویټر، کلب هاوس او نور دي.
‏حکومت او ملت همداسي یو.

09/01/2022

#موږ‬⁩ تېر پنځوس کاله ځکه ناکامه وو چي د مصالحو پر ځای مو معملې وکړې.
‏معملې تر یوه وخته چلېږي ولي مصالحه د ټول عمر لاره ده.
‏چارواکي باید فرصت له لاسه ور نه کړي د معملو پر ځای باید د مصالحې لاره ژر خپله کړي.
‏معمله یي سیاست هر وخت بایلونکی وي.

07/01/2022

#نو داسي کیسې دي

ویل کېږي چې د پاکستان NSA افغانستان ته د ډیورنډ د کرښې د امضا لپاره راځي.
دا به غداري وي که دا خط په رسمیت ومنل شي.
ملګرو ده هشټګ وکاروئ او د افغان هویت ملاتړ وکړئ
هشټګ ته کش ورکړئ

د ژبو په اړه بحث
02/01/2022

د ژبو په اړه بحث

د افغانستان د ملی ژبو په تاریخچی د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو استاد پوهیالی محمود مرهون غږیدلی.

01/01/2022

‏⁧‫ #پارسی‬⁩ کهن
‏پارسی میانه
‏جعل تاریخ است پارسی کهن اصلاً زبان هخامنشی است در پرسیا، بعداًسلوکی ها هستن هخامنشی از یونانی متاثیر شده پهلوی ساسانی وپهلوی اشکانی به وجود امده، بعداً زند, عربی , و هخامنشی و زبانهای دیګر یکجا شده پهلوی را دګرګون ساخته در صده سه هجری در دربار لیث صفاری دری پارسی به وجود اورده.

01/01/2022

#زه خپلي ماتي او لاسته راوړني
نیکۍ او بدۍ په وختونو پوري نه تړم
وخت کلونه، میاشتي او ورځي
د خپلو کارونو چوکاټونه بولم،
زما هر ښه او بد په ما پوري تړلي دي،
زه زمان ته تسلیم نه یم،
زمان ځان ته تسلیموم،
یو اوږد وخت یعني کال اوړي زه یې اړوم
خو دی ما نه سي اړولای
هو دی را پاموي چي یو کال تېر سو زه باید لا تېز سم
لا ډېر کارونه وکړم ځکه له ژونده مي یو کال کم سو
کورنۍ ته مي باید ډېره مینه ورکړم،
ولس او وطن ته مي ډېر کار وکړم،
د خدای دې ښایسته دنیا ته نوې ښکلا ور په برخه کړم.
ټکني کېږئ مه هغه هیلي او کارونه مو چي تېر کال و نه سوای کولای سږ کال حتما تر سره کېږي.
اله منډه کئ بلکه مو واخلم
وخت ځان ته تسلیم کړئ
وخت ته مه تسلیمېږئ.

29/12/2021

‫ #دوه‬ زره قبل المیلاد یوه ‌‌‌‌‌‌ډله د اوسني ایران پخوانۍ پرژیا پر لور ځي هلته نوی تمدن د ماد په نامه جوړوي په دغه خاوره کي د هخامنشیانو واکمني ده چي ژبه یې زړه پارسي ده دغه ورغلي اریایان دي چي له ځانه سره یې نوې ژبه ور وړې چي اوستا ده هلته موجود پارسي او پارسیان ارین نه دي.

27/12/2021

#نږدې‬⁩ پنځم انقلاب دئ چي څپېړي خورو
‏او انتقامي وژني کوو
‏انقلابیانو فیو‌‌‌‌‌‌ډالان و ‌‌‌‌‌‌ډزول
‏مج انقلابیان او انقلابیانو مج
‏بیا مج او ط وه
‏بیا ط او جمهوریت
‏اوس بیا جمهوریت او ط او داع
‏اوس به بیا نوري جنګي ‌‌‌‌‌‌ډلي پيداکېږي.
‏دا انتقامونه او څپيړي باید یو ځای و درول سي.

27/12/2021

#د‬⁩ درس ویلو تر ټولو ښه لاره دا ده:
‏هره ورځ استاد ته غوږ ونیسئ نوټونه واخلئ.
‏امتحان ته په نږدې کېدو نوټونه او درسونه منظم کړئ.
‏یوار یې له مخي و وایاست.
‏بیا یې مهم ځاینونه های لایټ کړئ.
‏بیا یې شارټ نوټونه جوړ کړئ.
‏د امتحان یوه ورځ مخکي تفریح وکړئ.
‏دا طرحه د لوړو زده کړو له پاره ده.

27/12/2021

#در‬⁩ سه راهی قرار داریم
‏شورا که بیشتر دینداران ما بران تاکید می کنند.
‏انتخابات که تحصیل یافته هاوتیکنوکرات های افغان تاکید دارد. ولی عملی نیست.
‏لویه جرګه که مجرا ملی افغانستان است ومشابهت،مشارکت ونزدیکی به شورا دارد.
‏راه دیګری نیست.
‏مبارزه جنګی در60 سال اخیر تجربه شد نتیجه نه داد.

27/12/2021

#دمملکتونوپه‬⁩ تاریخ کي هره هغه مبارزه که وسله واله وي یاغیري وسله واله چي صبغه، فکر او ملاتړ یې بهرنی وي مردوده اوناکامه کېږي.
‏دجدي شپږمه ده چي رایې وستل او ویې ایستل دواړه ځکه ناکامه سوه چي ملي صبغه یې نه درلودله.
‏نن چي پرواک دي ملي صبغه دي جدي ونیسي.
‏دلته انقلابونه دساعتو کار دئ

Address

4th . Karta E Chahar
Kabul

Telephone

+93700387815

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mahmood Marhoon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Mahmood Marhoon:

Share

Category