14/04/2026
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان د کرېکټ لوبغاړو د نړۍوالې ټولنې د مشورتي بورډ غړی ټاکل شوی دی.
د راشد خان تر څنګ تازه دغه بورډ کې د نیوزیلنډ ډاریل میچل او مډي ګرین هم ټاکل شوي دي.
د کرېکټ لوبغاړو د نړۍوالې ټولنې دغه بورډ په ۲۰۱۸ زېږیز کال کې په نړۍواله کچه د لوبغاړو د غږ پورته کولو او د کرېکټ نړۍوالې شورا د سیالیو او اړوندو موضوعاتو په اړه د مشورو لپاره جوړ شوی دی.
#طلوعنیوز