Afghan Bookstores

Afghan Bookstores Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan Bookstores, Book shop, Kabul.

 #د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ!لیکوال: لېوېنکسټونژباړن: حمید الله حمیدي  #د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ؛ د ...
22/03/2022

#د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ!
لیکوال: لېوېنکسټون
ژباړن: حمید الله حمیدي

#د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ؛ د روزنیزې ارواپوهنې د هغه کتاب نوم چې لېوېنکسټون لیکلی او د ګرانه هېواد ځوان او تکړه لیکوال حمیدالله حمیدي پښتو ژبې ته ژباړلی دی. جهان اسلام خپرندویې ټولنې د چاپ په ګاڼه سمبال کړی او د کتاب مینوالو او د علم د لارې لارویانو ته یې په پښتنه مینه او پوره درنښت وړاندې کوي.
کتاب په ټوله کې په ٨٨ صحفو کې لیکل شوی دی.
نوموړی کتاب په ډېر ساده او روانه ژبه او خواږه نثر سره لیکل شوی دی.

- افغان ولس کلونه کلونه جګړو ځپلی او قربانۍ یې ترې اخیستې دي، نو ځکه ډېری وخت د ژوند له رازونو بې خبره پاتې شوي دۍ، نو د دې کتاب په لوستلو سره به د ژوند له دغو رازونو څخه تر یو حده خبر شئ.

- ځان وپېژنه چې خدای وپېژنې! دغې جملې ته که ښه ځېر شو، نو شاید لوستونکی ووایي: چې دا نو څه مانا لري؟ زه خو خپل ځان پېژنم، نور یې څه ډول وپېژنم؟
دغه جمله په خپل ځای کې ډېرې ماناوې لري، د دغې جملې څخه زموږ موخه د خپل وجود د وړتیاوو پېژندل دي، ترڅو د دغو وړتیاوو په مرسته وکولی شو، د خدای تعالی مخلوق ته د یو څه خیر رسولو جوګه شو. نو د دغه کتاب په لوستلو سره به د ژوند له هغه رازونو څخه خبر شئ، چې د هغه په پلي کولو سره به خپلې وړتیاوې را وسپړئ.

- د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ؛ په دغه کتاب کې د ژوند هغه دیارلس رازونه راوړل شوي، چې که موږ د خپل ژوند په بهیر کې ترې ګټه واخلو، نو د ډېرو بریاوو، لاسته راوړنو، د خوشاله ژوند په تېرولو او په همدې ډول د خپلو وړتیاوو په کشفولو که به زموږ سره ډېره مرسته وکړي.
دغه کتاب له موږ سره مرسته کوي، چې هغه ناسپړل شوې خزانې را وسپړو او ګټه ترې واخلو، چې تر نن ورځې مو مهمې نه ګڼلې او یا هېڅ ترې خبر نه وو.

- کتاب موږ ته مسوولیت منل را زده کوي؛ یعنې دا چې د خپلې ماتې پړه یا مسوولیت په نورو خلک ور ونه چوو، نور خلک د خپلې ماتې اصلي فکټورونه ونه بولو او ویې نه رټو، بلکې د خپلې ماتې مسوولیت ومنو، او بیا ځلې هڅه وکړو.

- کتاب کې موږ دا زده کوو؛ چې په خپل ژوند کې باید هدف لرونکي واوسو، هغه که اوږد مهاله هدفونه وي او یا لنډ مهاله هدفونه.
موږ ټول باید په خپل ژوند کې هدف ولرو، ځکه دا هدف دی چې ژوند ته مانا ورکوي، بې هدفه ژوند هېڅ مانا نه لري.

- کتاب موږ ته را زده کوي چې ماته ونه منو او تسلیم نشو؛ هدف ته د رسېدو په لار کې مو که ماته وخوړه نو ماتې ته دې یوې تجربې او یا یوه استاد په نظر وګورو او هېڅکله تسلیم نشو، هغه څه وایي: "بنویس بنویس تا شوی خوشنویس." نو خپل هدف ته د رسېدو په لار کې له ماتې څخه وېره لرل باید د دې لامل نشي چې هېڅ هدف ونه لرو.

- د کتاب له لوستلو وروسته به مو د ماتې په اړه
په فکر او په لیدلوري کې په بشپړ ډول بدلون راغلی وﻱ؛ ماتې ته باید د یوه فرصت په توګه وکتل شي نه د تسلیمۍ د پیلامې په توګه.

- کتاب کې به ولولو چې که ښه ژوند غواړئ نو ښه ټاکنه باید وکړو. ژوند د هغه ټاکنو ټولګه ده چې تاسو یې کوئ. تاسو چې څومره غوره او پر ځای ټاکنه کوئ، په ډېر احتمال به مو ژوند هم غوره او له خوښیو څخه ډکوي.

- په همدې ډول په کتاب کې به دا هم زده کړو چې باید د ملګرتیا لپاره ښه ملګري وټاکو، ځکه چې زموږ ملګري زموږ د شخصیت ښکارندویي کوي.
هر څوک د ملګرتیا لایق او وړ ونه بولو.

- موږ باید تل د زده کړې په لټه کې واوسو، که چېرته موږ له زده کړې لاس په سر شو، نو ژوند به ډېر راته سخت شي.
او په همدې توګه هېڅ ډول پوهه بې ارزښته ونه بولو، ځکه تاسو چې هره ورځ کوم څه زده کوئ، نو یوه ورځ مو حتمن په درد خوري او ګټوره درته ثابتېږي.

- که غواړئ چې په ژوند کې مو غمونه را ګیر نه کړي، نو سفر وکړئ.
د سفر کولو څخه مې منظور بل هېواد ته نه دی، بلکې زموږ د هېواد نورو سیمو، ولایتونو، ولسوالیو او نورو په زړه پورې ځایونو ته لاړ شئ، چې ستړیا مو در ختمه کړي.

- په دې کتاب کې به ولولو چې له مصرف مخکې سپما وکړئ؛ یعنې دا چې باید د سبا ورځې غم درسره وي.
سپما یوازې د نقدو پیسو ساتلو ته هم نه وايي، بلکې هر هغه شی چې نن یې وساتو او سبا ترې ګټه واخلو او ژوند مو مخ ته پرې لاړ شي سپما ده.

- کورنۍ ته مو ارزښت ورکړئ؛ په یاد مو وي چې کورنۍ تر هر څه ډېره ارزښتمنه ده. د یو بل په خوا کې ژوند تېرول هغه څه دي چې د کورنۍ بنسټ قوي کوي.

د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ کتاب کې دا او دې ته ورته ډېرو مهمو موضوعګانو ته اشاره شوې او په اړه یې معلوماتو وړاندې شوي دي، هر کس اړ دی چې د ژوند رازونه ولولي او په خپل ژوند کې د عمل جامه ور واغوندي، ترڅو په دې وکولی شي چې د خپل وجود وړتیاوې کشف او د خدای تعالی مخلوق ته ګټور تمام شي.
د حمیدي صېب دې کور ودان وي چې دا کتاب یې پښتو کړی دی، خدای تعالی دې د لا ښو او ګټورو اثارو د لیکلو او پښتو ژبې ته د ژباړلو توفیق ورکړي.
د جهان اسلام خپرندویې ټولنې دې هم کور ودان وي چې "د ژوند ١٣ رازونه چې باید زده یې کړئ" نومی کتاب یې د چاپ په ګاڼه سمبال کړی دی.

په داسې حال کې چې ځوانان مو له بل هر وخت څخه زیات اخلاقي فساد ته نږدې کیږي، نو په کار ده چې د دغه ناوړه مرض علاج پر وخت ...
20/03/2022

په داسې حال کې چې ځوانان مو له بل هر وخت څخه زیات اخلاقي فساد ته نږدې کیږي، نو په کار ده چې د دغه ناوړه مرض علاج پر وخت تر سره شي.
نو بناً هر لوستي ځوان ته په کار دي، ددې لپاره چې په دغه ناوړه مرض مبتلأ نه شي، نو دا ډول کتابونه باید مطالعه کړي.
هم به په اخلاقي لحاظ ښه روزل شوي وی، او هم به مو یو څه نا څه مطالعه شوي وي!

زده کړه - به - مو - د سیالانو - سره - سیال - کړی

رښتيا چې ته الله یې لنډ تأثرد کتاب څو پاڼې مې چې ولوستې موضوع یې خوند راکړ، د رب سره د روغې جوړې او مناجات تړون وو، د خا...
20/03/2022

رښتيا چې ته الله یې
لنډ تأثر
د کتاب څو پاڼې مې چې ولوستې موضوع یې خوند راکړ، د رب سره د روغې جوړې او مناجات تړون وو، د خالق په قدرتونو، جمالونو او کمالونو بحث شوی، پيل د رب په صمديت صفت شوی، دا روښانه کوي چې موږ د يو داسې بې نیازه خدای مخلوق يو چې ټول هغه ته اړ او محتاج دي، په دې دې پوهوي چې د هغه ذات خوښه نه وي هېڅوک تاته ضرر نشي رسولای نو بايد وېره او ترهه يواځې له هغه څخه ولرې.
بيا درته د رب د حفاظت غېږه کې پناه درکوي، ډاډه کوي دي چې هغه ستا په هر حالت کې ساتونکی دی، په ډېرو معقولو دلائلو روښانوي چې هغه ذات هېڅکله خپل بنده د حفاظت له نظره نه غورځوي؛ بلکې د هغه سره یې محافظې ملائکې ګومارلي دي.
بل ځای در يادوي چې ته د يو داسې خالق بنده یې چې هغه په خپلو بندګانو نرمي کوونکی، باریک بين او مهربانه دی، او هغه د داسې پټو مهربانيو څښتن دی چې له خبرتیا پرته یې درباندې لوروي؛ هغه کله نا کله ستا لپاره په يوه مصيبت کې پټ او پوښل شوي رازونه لري.
يو ځای د رب هغه صفت ته اشاره شوې چې شفاء بلل کېږي، دا داسې صفت دی چې له ورايه پکې د رب مهرباني نغښتې ښکاري، هغه داسې ذات دی چې تاته له سبب پرته شفاء درکوي.
بل ځای په ډېره ماهرانه توګه دا روښانوي چې په هر حال او ځای کې رب ستا کارونه جوړوي، خوبونه او خيالونه دې په حقيقت بدلوي، تر لوړو پوړيو دې رسوي.
بيا د شکور ذات لطف او کرم ستا مخې ته ږدي او وايي چې د إلٰهي ذات لطف په حساب کې نه ځائېږي.
بيا دې ډاډه کوي چې رب د خپل جباريت او هدايت صفتونو په برکت تا سمې لارې ته سیخ کوي.
هغه لارې چارې هم درښيي چې له مخې یې درته ټول ګناهونه ورژوي، دا در زده کوي چې د غفور ذات در ته څه وړ ورشې؟
په پای کې دې په غوږ وهي چې بايد په ياد ولرې چې ته د قريب ذات د څارنې لاندې یې.
په ټوله کې ياد کتاب د الله تعالی لوري ته په نوي او ښه سفر کولو ليکل شوی ، که غواړی چې ژوند کې مو مثبت بدلون راشي ياد کتاب ولولئ.
د سجاد صاحب ژباړه دې روانه او افغان طبيب خپرندويه ټولنه دې بې رنګه نشي.

کتاب: د ژوند لوبهژباړه: لعل الدين عاطفچاپ کال: ۱۳۹۸څپرکي: ۴۵ او ۳۰۰ مخونه لريپه دې کتاب کې د بريا،معنويت، روحانيت او منف...
16/02/2022

کتاب: د ژوند لوبه
ژباړه: لعل الدين عاطف
چاپ کال: ۱۳۹۸
څپرکي: ۴۵ او ۳۰۰ مخونه لري
په دې کتاب کې د بريا،معنويت، روحانيت او منفي افکارو څخه د خلاصون په اړه ډیرې ښکلي خبرې دي چې د هغوي له جملې څخه ځينې يې داسې دي.البته د تاکيدي عبارتونه علاوه دي.
۱_هر څه چې کوو،هغه به وينو. که کينه وکړو، کينه به مو په برخه شي، که مينه وکړه،مينه به تر لاسه کړو.
۱_نا روغ انسان په خپل ذهن کې ناروغي،بیوزله انسان بيوزلي او شتمن انسان شتمني انځوروي.
۲_هره غوښتنه چې د شخصي ارادې پر اساس وي،زيان لري.
۳_د هغه خدای ج شکر،چې د ټولو نعمتونو بښونکي دي.
۴_انسان تر هغې نه شي بریالی کيدلای، څو چې له خپل کار سره مينه و نلري.
۵_ هر څه چې د انسان له ایمانه سرچينه نه اخلي ګناه بلل کېږي.
۶_ انسان زياتره وخت په بې ګټو خبرو ماته او بده پايله جذبوي.
۷_ هېر مو نه وي چې نورو ته د زړه غوښتنې بيانول هم له قانونه سرغړونه ده.
۸_ که له ستونزو وتښتو،ستونزې موږ تعقيبوي.
۹_ عاقل انسان جامې تکړه خياط ته ورکوي.
۱۰_ په ژوند کې هر څه نه شو لرلای.
۱۱_ ويره د انسان دښمنه ده.
۱۲_ څوک چې نيوکه نه کوي په واقعيت کې يي ځان د نورو له رټنې خلاص کړی دی.
۱۳_ هر انسان قاضي لري او دا قاضي ستاسې خبرې دي.
۱۴_ که هيله نه وي انسان دفقر او بيوزلۍ له امله ګناه وي.
۱۵_ که په ځان باور ولرئ نور خلک به هم پر تاسو باور ولرئ.
۱۶_ ويره،شک او نيوکه د انسان حقيقي دښمنان دي.
۱۷_ چوپتيا د ارامتيا او تعادل ساتلو په مانا ده.
۱۸_ موږ د ويرې او شک په ژوند کې نړۍ ته راغلي او روزل شوي يو...

د "ړوندتیا" کتاب معرفي ژوزه ساراماګو په ۱۹۲۲ کال کې، د پرتګال د «ازیناګا» ښار، په یوه بېوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې...
16/02/2022

د "ړوندتیا" کتاب معرفي

ژوزه ساراماګو په ۱۹۲۲ کال کې، د پرتګال د «ازیناګا» ښار، په یوه بېوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې او د خپل ماشومتوب دوره د پرتګال په پلازمېنه «لېسبون» ښارکې تېره کړې. په هماغه ماشومتوب کې له میستري سره په کار پيل کوي او په دې دوره کې ګڼو کارونو ته مخه کوي. ژوزه ساراماګو په ۱۹۶۹ کال کې د کمونیستي ریژیم یو فعاله غړی پاتې شوی دی او دی په همدې کال د خپلو شعرونو په خپرولو هم پيل کوي. په ۱۹۷۴کال کې په لېسبون کې د یوې ورځپاڼې مدیریت پر غاړه اخلي او وروسته له هغې د دې ورځپاڼې سره مخه ښه کوي چې دا ورځپاڼه کمونیستي ضد فعالیتونه پیل کړل او په همدې خاطر ژوزه ساراماګو تر پنځوس کلنۍ پورې هېڅ اثر نه دی خپور کړی.

ړوندتیا د ژوزه ساراماګو مشهور رومان دی چې په ۱۹۹۵ کال کې خپور شو او یوازې فارسي ته ۱۱ ځله ژباړل شوی دی او په پښتو کې یې لنډیز سره د ژبادې، د «مصطفی صفا» نړیوال ادبیاتو، په دویم ټوک کې راوړل شوی دی. ساراماګو په دې ناول کې داسې یوه فضا رامنځته کوي چې د نړۍ ټول وګړي په ګډه په يوه ناروغۍ«ړوندتیا» اخته کېږي. ساراماګو له دې وېروونکې او په زړه پورې فضا څخه په ګټه اخیستنه خپل عالي فکرونه هم ورګډوي.

له دې رومان څخه په ۲۰۰۸ کال کې یو فلم هم جوړ شوی دی. هغه په دې رومان کې کرکټرونو ته نومونه نه ټاکي. هغه یې موږ ته خپل کرکټرونه داسې راپېژني: هغه سړی چې تر ټولو مخکې ړوند شو، د هغه مېرمن، ډاکتر او د ډاکتر مېرمن، هغه پېغله چې دودي چوشمې پر سترګو کوي، هغه سړي چې په یوه سترګه ړوند دی او ماشوم.

د ساراماګو د لیکلو یو عادت دا و چې په لیکلو کې پرته له ټکي او سیمکولن، لیکنښو نورو ته پام نه کوي او نه يې لیکي. همدا وجه ده چې د نثر جملې یې اوږدې او پیوسته دي. هغه د پرتګال لومړنی لیکوال دی چې د نوبل جایزه یې ګټلې او اثار یې د نړۍ په غوره اثارو کې شمېرل کېږي.

زلمی څنګه یې پوی کړو ، څنګه یې لارې ته سم کړو ؟لنډ تأثر لیکوال : عبدالکریم بکارژباړن : هدایت الله همیمدا اثر د زلمیانو/ ...
03/02/2022

زلمی
څنګه یې پوی کړو ، څنګه یې لارې ته سم کړو ؟

لنډ تأثر

لیکوال : عبدالکریم بکار
ژباړن : هدایت الله همیم

دا اثر د زلمیانو/ پېغلوټو د افکارو او دهغوی د سالم رغښت په اړه لیکل شوی دی .
د کتاب محتوا د زلمیانو په انتقالي پړاو ، سالمې روزنې ، هغه افکار چې د دوی ذهن تغذیه کوي ، له دوی سره د پلرونو او میندو سلوک او پر دوی یې اغېز او همداسې نورو موضوعاتو را څرخي .
زلمیتوب یو انتقالي پړاو دی ، چې موږ ټول ورسره مخ شوي وه/یو .
دا پړاو لنډ مهالی پړاو دی ، ډېره مهمه دا ده چې په اړه یې همدا فکر وکړو ؛ ځکه چې موږ ته یې د زغملو توان راکوي ، همدارنګه د لا غوره کېدو هیله رابښي .
زلمیان تر ډېره شکایت کوي چې ګنې لویان یې په اړه ناسم فکر کوي ، نو ځکه دوی انګېري چې زیاتی ورسره کېږي او خپل حقونه یې نه ورکول کېږي ، پلرونه او میندې بیا له دې سر ټکوي چې ګنې زلمي بچیان یې کم عقلي کوي او دا کار یې د کورنۍ نوم بدوي .... لویان او کوچنیان دواړه شکایت کوي ؛ خو حل یې یو دی ، چې د زلمي په شخصیت کې د امکان تر حده د زلمیتوب د پړاو د نښو او بدلون په غوره پېژندلو کې نغښتی دی .
دا چې دا پړاو یو انقالي پړاو دی ، انتقالي پړاو له اړ و دوړ او نا څرګندتیا ډک وي ، ښکاره ده چې ماشوم د زلمیتوب په لومړیو کلونو کې د ماشومتوب له قیوداتو او له ماشومانه کړنو او تصوراتو پر ځان خلاصولو بوخت وي ، کله چې شپاړس یا اوولس کلنۍ ته ورسېږي نو د زلمیتوب له لوړو او ژورو د خلاصون په فکر کې شي ، دا د یوه ښه انسان کېدو پیلامه ده . پلرونه او میندې د زلیمانو په دغه انتقالي پړاو کې باید د امکان تر حده مرسته وکړي ، تر څو د دوی افکار تخریب آمیزه یا ټولنې ته بدختي راوړونکې و نه روزل شي .
د کتاب لوستل نه یوازې زلیمانو / پیغلوټو ته ، بلکې د لوستو پلرونو او میندو لپاره هم مؤثر دي ، ځکه چې له دوی سره د دوی د اولاد په سالمه روزنه چې زیاته مرسته کوي .
کتاب ١١٦ پاڼې لري ، په وروستیو کې د لیکوال د آثار او ژباړن د آثارو په اړه هم لیکنې او لنډیزونه وړاندې شوي دي .

د جګړې پر ناښځینه څېره یوه بله تبصره!ما د پولیسي، استخباراتي، جاسوسي او جنایي ناولونو تر لوستو وروسته کله هم دومره بوږنو...
03/02/2022

د جګړې پر ناښځینه څېره یوه بله تبصره!

ما د پولیسي، استخباراتي، جاسوسي او جنایي ناولونو تر لوستو وروسته کله هم دومره بوږنونکي احساس نه دی کړی لکه د دغې کتاب پر لوستو چې یې کوم. د کتاب هر مخ مې لسګونه وارې پر پینسل کرښې کرښې کړی او د جګړې پر هر کښل شوي تصویر مې فکر کړی او یو بدرنګ تصویر مې ترې ذهن کې ثبت شوی.
تاسو به فکر کوئ زه ولې پر دې کتاب بیا بیا لیکل کوم. د دې دوه وجې دې یوه یې د لیکوالې د لیک او جګړیزې انځورګرۍ کمال دی او دویم یې د ژباړن د بې کچې ډیر زیار دی چې ما لیکلو ته اړ باسي. یو څه چې ما د دې کتاب په لوستو کې تر دې دمه پیدا کړل هغه دا دي چې د حاکم دولت د فشار په نتیجه کې یوه اندازه سانسور شوی او ځینې برخې یې د سپین ګویۍ په ادبي پوخ کې پوښلي. مطلب دا چې ما تراوسه د جګړې په اړه دومره بدرنګ تصویر نه لوستی او نه به یې ولولم.
د همدې کتاب د ۳۴ مخه نیولې تر څلویښتم مخه د جګړې هغه وحشي برخه پر تورو لړل شوې چې لوسته یې د غره په شان کلک زړه غواړي. اووووف دا څومره دردونکې ده چې د جګړې شددت دې یوه مور دې ته اړ کړي چې تا په غیږ کې ور واخلي او د اوبو ډنډ ته دې په دې خاطر ور واچوي چې، په دې سورو لمبو کې تاته مړۍ له کومه کړم او اخیر یې مور ځان د یوې ونې په منډ را وځړوه او خپل ژوند ته د پاې ټکی ږدي. دغه دردونکې سانحې ماته د هلمند ولایت مربوط د ناوې ولسوالۍ هغه د سقوط د ورځې سفر را په زړه کوي چې مړ هم شم ولا کې مې هغه مزل، ستړیا، لوږه او د جګړې د اور لمبې هېرې شي.
د جګړې ناښځینه څېره؛ هغه کتاب چې د جګړې نه د خوا تورۍ او زړه تورۍ مستنده انځورګري پکې شوې. که د همدې کتاب نه په الهام یو څوک د افغانستان د تیر شل کلن جنګ د دواړو خواوو هغه که د افغان حکومت عساکر وو او که د مخالف لوري جنګیالي وپوښتي زه پر دې ډاډ یم چې د جګړې یو داسې بوږنوونکی تصویر به وکښي چې د نړۍ خلک به ورته وازه خوله پاتې شي او د جګړې دواړه لوري جنګیالي به پر خپلو کړو پښیماني ښکاره او د خپلو مشرانو پر مخ به ور توف کړي.
زه د خپلې ټولنې د یو عادي انسان په توګه د جګړې ډیرې بدې خاطرې لرم. یو وخت د مطبوعاتو برخې د همکار او انډیوال په حیث د خبریالانو ملګرو سره د خبري پوښښ د پاره د جنګ لومړۍ کرښې ته لاړم. دغه ورځ زما د ژوند تر ټولو چټي او خونړۍ ورځ ده. نوره کیسه رانه نه لیکل کیږي خو یو ګلالی ملګری او خبریال مو لکه

د جګړې نا ښځينه څېرهلنډ تأثرسربېره پر دې چې د کتابونو د چاپ لړۍ د ډېر شمېر ستونزو سره مخ ده، خو له ښۀ مرغه سروش خپرندويه...
03/02/2022

د جګړې نا ښځينه څېره
لنډ تأثر
سربېره پر دې چې د کتابونو د چاپ لړۍ د ډېر شمېر ستونزو سره مخ ده، خو له ښۀ مرغه سروش خپرندويه ټولنه د تل په څېر ګرانو کتاب لوستو هيوادوالو ته نوي نوي آثار خپروي، د تازه چاپ شويو کتابونو لړۍ کې یې يو هم «د جګړې نا ښځينه څېره» ده، ياد کتاب د نوبل جایزې ګټونکې سويتلانا اليکسويچ ليکلی او پښتو ژبې ته جبار فراز ژباړلی دی، د کتاب لومړی پاڼې مې چې ولوستې له ځانه سره یې تر آخره په تلوسه کې وساتلم: دا کتاب د هغو روسي ښځو يادونه دي چې په دويمه نړېواله جګړه کې یې ونډه اخيستې ده، هره راوړل شوې پېښه د انساني ژوند د يوۀ حساس وخت يوه نۀ هېرېدونکې پېښه ده، د ياد اثر له لوستلو وروسته به مو د جګړې په باب هغسې سوچ نه کوي، کوم چې مو مخکې لاره.
موږ همېشه د جګړې په هغۀ أړخ خبرې کوو، چې په باتورۍ او شجاعت را څرخي، خو د هغې پايلې، انجام او عاقبت ته مو پام نه وي، هغه چې بدبختي، لوږه، وژنې او وحشت رامنځته کوي.
د دويمې نړيوالې جګړې په جريان کې د روسي ځواکونو شمېر د سړيو په نسبت د ښځو ډېر وو، هغه چې د جګړې اساسي برخه یې تشکيلوله، هغوی عملا په جګړو کې ګډون کولو.
د انجونو ځينې کيسې او خاطرې یې زموږ د ټولنې ريښتونې انځورګري کوي.
ياد کتاب د دويمې نړيوالې جګړې ځينې شېبې داسې انځور کړي چې لوستوال فکر کوي چې په هماغه صحنه کې شتون لري، د دې کتاب لوستلو وروسته به در مالومه شي چې جګړه يعنې څه؟

اطرافي ناول مې په یوه ساه ولوست او دا ځکه چې ناول په ډېر ساده ژبه لیکل شوی وو او دومره روان نثر درلود چې هېڅ مې ایښودلو ...
31/01/2022

اطرافي ناول مې په یوه ساه ولوست او دا ځکه چې ناول په ډېر ساده ژبه لیکل شوی وو او دومره روان نثر درلود چې هېڅ مې ایښودلو ته زړه نه کیده، د استاد صفا خبره ده چې تر ټولو غوره ناول هغه ده چې تلوسه ولري او څوک پکې ځان وویني یانې سړی له ځانه سره یوسې، اطرفي هم یو له هغو غوره ناولونو څخه دي چې زه له ځانه سره یوړم او ځان مې پکې ولید، کله به مې د پوهنتون وختونه تر سترګو شول، کله به مې پوله، پټی و کلي ذهن ته راغلل، کله به مې د غزني کابل لارې جنګونه راپه یاد شول... لنډه دا چې هر څوک ولولي د وطن واقعیتونه پکې ویني.
مشال مې له ډېره وخته پېژندل خو اغه وخت مې په زړه ننوت چې د ټولګېوالې نظم لیکلي وو خداسته ولی مې د اغه نظم نه وروسته راباندې ګران شو، وروسته مې د نازو ناول ولوست چې د پښتنې او کلیوالې دود او ناخوالو په اړه وو د حجم له اړخه کوچني وو خو ډېر څه مې پکې ولېدل، بیا مې لیوني کابل ناول ولوست چې د خپلمنځې جګړو یوه کیسه او دهغه وخت ناخوالې پکې تر سترګو کیدې، بیا ډېر په تمه وم چې د مشال دریم ناول به کله لولم بلاخره دا دی دریم ناول مې هم ولوست چې ناولونه یې یو تر بل ښه شوی، که مشال ته وګوره نو وایو به چې په عمر کشر دی نو له تجربې به هم کشر وی خو چې ناول یې ولولي ته به وایې دا یې دیرشم څلوېښتم کتاب دی، ځکه چې که له تخنیکې او ادبي اړخه ورته وګورو هېڅ کمی پکې نسته ټول کتاب کې یوه که دوه املایې غلطې وي کنه ډېری پښتو کتابونه چې ما لوستي ښې پریمانه املایې غلطیانې لري، نثر او ژبه یې دومره روانه او ساده وه چې ته وا اروښاد احمدی لیکلي او انشاالله مشال به د احمدی صیب تشه ډکوي که خیر وو، مشال هم لکه احمدی صیب د ټولنې واقعیتونه ډېر ښه انځور کوي.
اطرافي د تورګل کیسه ده چې کابل پوهنتون ته کامیاب شوی او هلته زده کړې کوي وروسته په خپلې ټولګېوالې مدینې میینېږي او هغه هم پرې میینه وی، بیا کلي په یو بیځایه تور وهل ټکول خورې او څو میاشتې بندي کېږي، ورور یې هم کلی پرېږدي همدې موده کې مدینه هم له لاسه ورکوي بیا وروسته خپله کلیواله غنچه پرې میینه شې اغه هم بیځایه غیرت قربانې کېږي، کلي کې پلار هم له لاسه ورکوي، د بې کسۍ له لاسه پوهنتون هم پرېږدي... ټوله کیسه به نه لیکم چې بیا د ناول په خوند نه پوهېږئ نور تاسو خپله ولولئ.

سینوهه او د اوسني ژوند انځور د ژوند پاڼې یوازې په اوښتو نه بدلیږي، بلکې نورې هم د ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي. د سینوهه ک...
31/01/2022

سینوهه او د اوسني ژوند انځور

د ژوند پاڼې یوازې په اوښتو نه بدلیږي، بلکې نورې هم د ستونزو د زیاتېدو لامل کېږي. د سینوهه کتاب له میلاد څخه ۱۳۵۰ کاله وړاندې پاڼې تورې شوې دي؛ خو انساني ژوند کې یوازې د یو مړژواندې لارې موندل لا پسې سرګرادنه شوي. د دې کتاب د پاڼو خبرې یوازې د ژوند خبرې نه دي، بلکې د علمي، تاریخي، سیاسي، فلسفي، دیني، اروایي او هنري اړخونو برملا کول دي، چې د انساني ژوند سره تړلي دي. لوی درسونه د تاریخ، د باورونو، جغرافیو او ټولنپوهنې پکې دي، چې د یوې سیمې وګړي له کومو اړخونه له نورو ملتونو ځان لوړ او بسیا ګڼي. ټولنې د انسانانو له افکارو او کړنو له بدلېدو سره بدلون مومي؛ خو انسان داسې خویونه لري، چې ژر د ټولنې له عامه جوړښت سره د وخت په تېرېدنې تعامل کوي. د دې کتاب لوستل به هرانسان ته د حالاتو سره د تعامل، زغم او انسان بدلېدنې راڼه انځورونه ښکار کوي.
سینوهه دا کتاب د خپل ژوند په اخر وخت کې ولیکه ډېرې خبرې د ژباړن له خولې مستندې او د رښتني تاریخ برخې دي، چې موږ سره د تېر تاریخ او انساني تمدن په راښودلو کې مرسته کوي. ژوند یوازې تر مادیاتو پورې منحصرول به مو د ژوند له ډېرو خوږو اړخونو بې برخې کړي. معنوي ارزښتونه به د ژوند هغه خواږه په انسان وڅکي، چې تر ډېره به د هر انسان د یادونو برخه وي. انسان د موقف له بدلېدو سره چې ځان بدل کړي، انساني ارزښت ته سپکاوی کوي، ځکه انسانان ټول ورته دي؛ خو کله یې چې د استعداد او بخت مزي وخوځیږي، دی هم د لوړاوي خوبونه په سر کې خواره کړي، چې دا د انسان په انفرادي، کورني او ټولنیز ژوند خپل اغېز پرېباسي. له دې سره بیا انسان په خودۍ کې ډوب شي او کله چې له موقفه لرې شي، بیا په تېرو یادونو کې یا ورک شي او یا په خپلو کړنو پښمانه وي، چې ولې مې په شته فرصتونو کې له ځان او د ټولنې له وګړو سره ظلم وکړ، چې اوس په دومره ارته ځمکه کې د سر اېښودلو ځای نه لرم. تاریخ یوازې پېښې موږ ته نه بیانوي، چې داسې شوي، بلکې د یو ملت، سیاسي، ټولنیز، جغرافیي، فرهنګي او عقیدوي اړخونه راته پرانیزي او راته وایي تېرو خلکو د ژوند له سهولتونو او فرصتونو سره څه ډول چلند کړی او موږ څنګه کولای شو د حال او راتلونکي د روښانه کولو درس ترې واخلو. د سینوهه ژوند د لوړو او ژورو یو روڼ انځور دی، که هر څه د یو ملت وي؛ خو چې ملت یې د استعمال لپاره د ژوند له شته امکاناتو ګټه وانخلي، هیڅکله به په ځان بسیا او د خلکو له پیغورونو خلاص نه شي. د انساني ژوند په ظاهري اړخ کې ډېر بدلون راغلی؛ خو خویونه له یو نسل څخه بل ته انتقال مومي، چې همدا د انسان د بدلون لپاره لږ ټکنی سفر دی. په معنوي بعد کې بیا د بدلون لوری هماغسې کمزوری دی، مصر د یو لرغوني تمدن درلودونکی هېواد دی، چې انسانان ورسره له پخوا بلد دي، چې څومره پرمختللی او لرغونی تاریخ لري. همدا لرغونتوب یې د ټولنیز انحصار او فکري تګلارې سره اړخ نه لګوي؛ خو څومره چې ټولنه متمدنه وي؛خو بیا هم د فرهنګ او کلتور په دایره کې بندیوان وي، د فرویډ خبره ده. هر انسان دومره د مور او پلار اولاد نه دی، لکه د فرهنګ د هغه له فرهنګ څخه موخه د ټولنیز ژوند چاپېریال دی، چې انسان پکې ژوند کوي. د سینوهه کتاب له لوستلو سره د څو ملتونو د فرهنګونو او کلتوري اړخونو سره بلدیږو. د هغه وخت له دودونو، تاریخي، فلسفي، عقیدوي، سیاسي، جغرافیي، اقتصادي او ټولنیز ژوند راڼه انځورونه پکې وینو.

نن سبا ډېر خلک په دې فکر کې دي چې کوم کتاب ولولي او د نويو کتابونو او ډول ډول مشورو په لټه کې دي او په نړۍ کې ډېر کم داس...
31/01/2022

نن سبا ډېر خلک په دې فکر کې دي چې کوم کتاب ولولي او د نويو کتابونو او ډول ډول مشورو په لټه کې دي او په نړۍ کې ډېر کم داسې کسان شته چې د کتاب په لوستلو نه پوهېږي. په ښوونیز نظام او ښوونځیو کې دې مسئلې ته ډېر څه نشته. ډیری خلک فکر کوي چې د کتاب لوستل خورا ساده دي او د ورځپاڼې، درسي کتاب، کیسې او داسې نورو لوستلو سره هیڅ توپیر نه لري، خو داسې نه ده. د مثال په توګه، یو سړی کولی شي یوه ساده کیسه ولولي او خوند ترې واخلي؛ مګر که تاسو هغه د مفصلې توضیحي مقالې یا مفصل اقتصادي بحث یا داسې موضوع لوستلو ته مجبور کړئ چې تحلیلي غور ته اړتیا لري نو د هغه ذهن به ګېچ او مغشوش شي.
تاسو ته به هم سوال وي چې ولې تاسو په ځانګړي ډول د ځینو کتابونو څخه چې تاسو لوستلي دي هیڅ شی په یاد نه دي او تاسو حتی هغه کتابونه هم په یاد نه لرئ چې تاسو یې د لوستلو څخه ډېر خوند اخیستی وي.
"چګونه کتاب بخوانیم" کتاب کې مورټیمر اډلر او چارلس لینکول وان ډورن په هغو خلکو تمرکز کوي چې د کتاب لوستلو خلک دي چې غواړي د کتاب لوستلو په وخت کې ډیرې او ژورې لاسته راوړنې ترلاسه کړي. دوی د مختلفو اهدافو سره مختلف لوستونکي په پام کې نیولي دي او ددې هر څه لپاره یې حلونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي. کتاب د لوستلو څلور درجې معرفي کوي: ابتدايي مطالعه، عمومي مطالعه، تحلیلي مطالعه او مقایسوي مطالعه.
دا هر یو ځان ځانته بیانوي او د هغې کارول تشریح کوي.
خو ډېر بحث یې په تحلیلي مطالعه کړی دی.
دا کتاب لومړی ځل په ۱۹۴۰م کال کې خپور شو بیا هم څو ځله خپور شوی دی. د دې کتاب اصلي نسخه په انګلیسي ژبه ده او په مختلفو ژبو لکه الماني، سویډني، هسپانوي او ایټالوي ژباړل شوې ده. دا کتاب په فارسي ژبه د محمد صراف تهراني له خوا ژباړل شوی د کتاب فارسي ژباړه ډېره روانه ده او د دې کتاب د چاپ لپاره د خپروونکي هلې ځلې د ستایلو دي.


مورټیمر اډلر یو امریکایی فیلسوف او لیکوال دی چې په ۱۹۰۲ کال په نیویارک کې زیږیدلی. اډلر د شیکاګو پوهنتون او د کولمبیا پوهنتون له استادانو څخه و. برسېره پردې هغه ډېر کتابونه لیکلي. ډېر مهمې ټولګې یې تالیف کړې دي چې دلته یې د "لویدیځ ترټولو غوره اثار" د ۵۴ ټوکونو ټولګه یادولای شو.
په وروستیو نسخو کې چارلز ون ډورن د مورټیمر اډلر سره یوځای شو اوځینې برخې یې په کتاب کې اضافه شوې. چارلز لینکن ون ډورن یو امریکایی ویرایشګر او لیکوال دی چې په ۱۹۲۶ کې زیږیدلی چې په شمول د "مطالعې خوند" کتاب لیکوال بلکې نور ډېر کتابونه یې هم لیکلي دي.

#یادونه: دا کتاب که پښتو ته وژباړل شي، دا به یوه ستره لاس ته راوړنه وي.

: دا کتاب به په هارد شکل دلته پیدا نه شي. که د سافټ (pdf) حوصله یې لرئ؛ نو دغې وتساف لمبر ته مسیج وکړئ.
👈 780887325

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Bookstores posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category