Zahed Zahed

Zahed Zahed Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Zahed Zahed, Shopping & retail, Kabul.

19/12/2023
16/09/2022

سلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

25/07/2022

غربت څه ته وايی

۱ - غربت دي ته وايی چی مبايل درسره ايفون ۱۳ وی خو په خوله کی دي دوه دری غاښونه رژيدلی وی
۲- غربت دي ته وايی چی ۱۰۰۰ دانی فکاهيانی دي زده وی خو د هيواد په تاريخ نه پوهيږی
۳- غربت دي ته وايی چی څوک درڅخه پوښتنه وکړی چی دي مياشت کی دي څو جلده کتابونه لوستی او جواب دي هيڅ وی
۴- غربت دي ته وايی چی خپلی لاری کوڅی دي د کثافاتو ډکی وی خو د امريکا او اروپا د پارکونو صيفتونه کوي
۵ - غربت دي ته وايی چی ګرځی په څو زره ډالريز موټر کی خو د ښاريانو په حقوقو او د ترافيکو په قانون نه پوهيږی
٦ - غربت دي ته وايی چی خبری د ازادۍ کوي خو د وطنوالو حق دي د خاورو لاندی کړی وی
۷ - غربت دي ته وايی چی واده لری خو پردۍ خور لور درنه په لار نشی تيريدلي
۸ - غربت دي ته وايی چی انسان يی خو انسانيت ته ارزش نه ورکوی

راځۍ چی د ټولو خرافاتو څخه پاک او په حقيقی او انسانی توګه ژوند غوره کړو.

1) ‏نجلۍ د ټکسوان سره مخکې کیني ..او شاته چوکۍ خالي دي !! 2) سړی د مسجد له مخې تیریږي، ج**عت ولاړ دی ..خو لمانځه ته نه و...
13/03/2022

1) ‏نجلۍ د ټکسوان سره مخکې کیني ..
او شاته چوکۍ خالي دي !!

2) سړی د مسجد له مخې تیریږي، ج**عت ولاړ دی ..
خو لمانځه ته نه ورننوزي!!

3) د یو سړي په خوا تېر شوم، سلام مې پرې وکړ ..
د سلام ځواب یې رانه کړ !!

▪لومړی .. نجلۍ د موټروان مېرمن وه
▪دوهم .. په بل مسجد کې یې لمونځ کړی و
▪دریم ... سلام یې نه دی اوریدلی

یو نیک انسان وایی : که مې څوک ولیده چې له ږیری یې شراب څڅېدل، نو زه به ووایم چا پرې شراب اړولي دي!!

که مې یو سړی د غره په سر ولیده چې ویل یې 😞 أنا ربكم الأعلى) زه ستاسې لوی رب یم، نو وبه وایم د قران ایت لولي !!

ډېر ځله به ته یو تصویر نیمګړی ویني ... کیدای شي نیمایی نور یې مثبت وي... باید بشبړ تصویر وګورې څو له چا سره ظلم ونه کړې.

"کوشش وکړه چې مثبت فکر ولرې"👌👉

په قیصص انبیا کې مې لوستلي چې:عزرائیل ع چې کله د نبي (ص) څخه روح اخیسته نو نبي (ص) پوښتنه ترې وکړه چې زما په امتیانو به ...
11/03/2022

په قیصص انبیا کې مې لوستلي چې:
عزرائیل ع چې کله د نبي (ص) څخه روح اخیسته نو نبي (ص) پوښتنه ترې وکړه چې زما په امتیانو به هم دروح اخیستلو په وخت کې دومره تکلیف وي نو عزارئیل (ع) ورته وویل چې په تا هم تکلیف شته له تاسره خو مې ډیره ګوزاره کړې نو نبي (ص) ورته وویل چې په ما دومره تکلیف ده لکه غرونه دې چې په ما ایښي وې نو نبي (ص) ورته وویل چې دمرګ څومره سختي ده هغه ټوله په ما واچوه خو زما په امت دا سختي مه راوله ځکه چې ددوی دا طاقت نشته دوی کمزوري دي , ملک الموت د
نبي (ص) سره وعده وکړه چې ستا هر یو امتي د فرض لمانځه نه وروسته ایة الکرسي ووایي د هغه نه به په دومره اسانۍ سره روح اخلم لکه یو ماشوم چې د مور سینو ته د پیؤ رودلو په وخت کې څومره زور ورکوي او دی دمور په سینه ویده شي او مور ورنه سینه لری کړي او ماشوم ته ددې پته هم ونه لګیږي.
نو موږ او تاسو ټول باید د هر فرض مونځ نه وروسته ایة الکرسي ووایو او وظیفه یې وګرځوه.

11/03/2022

له واده وروسته د خاوند خطا او نیمګړتیاوې
ځينې ځوانان عموماً تر واده وروسته ډير بدل شي، له خپلو نژدې دوستانو سره يې سلوک ښه نه وي. هغه نیمګړتیاوې او خطاوې چې له واده وروسته یې یو ځوان کوي عموماً په لاندې ډول دي چې باید ځان ځنې وساتي:
• تر واده وروسته له مور او پلار سره ښه سلوک نه کول (توجه او خاص ارزښت نه ورکول).
• د مور او مېرمنې ترمنځ توافق او روابط نه سمول.
• پر مېرمن شک او بدګماني کول.
• پر مېرمن غیرت نه کول.
• مېرمنې ته په سپکه کتل.
• خپل واک او مشرتوب ښځې ته ورکول.
• د خپلې ښځې مال په باطله طریقه خوړل.
• د مېرمنې د دیني تعلیم په اړه غفلت کول.
• د ښځې د نفقې په اړه بخیلي کول.
• تر اوږده سفر وروسته خپلې ښځې ته ناڅاپه راتلل.
• خپله ښځه ډېره ملامتول.
• د خپلې ښځې لږ شکرګذاري کول او نه تشویقول.
• د خپلې ښځې سره ډير جنجال کول.
• بې له ضرورته د خپلې مېرمنې سره خوابدتیا او لرې والی غوره کول.
• له کور څخه د باندې ډېر وخت تېرول او د خپل اهل سره لږ ناسته کول.
• له خپلې مېرمنې سره بد چلند او بد معاشرت کول.
• خپلې ښځي ته نظافت او ښایست نه کول.
• د کوروالۍ (ج**ع) اداب نه مراعتول.
• د خپل بستر حال افشاء کول.
• د مېرمنې په طبیعي عوارضو ناخبري.
• د حیض په دوران کې کوروالی کول.
• د مېرمني سره لواطت کول.
• بېله کوم سببه خپل مېرمن وهل.
• د ډيرو ښځو لرلو څخه غلط قصد کول.
• د خپلو څو ښځو ترمنځ عدل نه کول.
• په طلاق کې عاجله او تلوار کول.
• تر طلاق وروسته د ښځې بدي بیانول.
• تر طلاق وروسته د اولاد ضایع کول.
• د خپلې مېرمنې سره لږ وفاء کول.
• د خسرګنۍ بې عزتي کول.
• پر خپله مېرمن قناعت نه کول او نور مسلمانانو د ښځو طلب کول.
او داسې نور…….
دا ټولې هغه خطاوې او نیمګړتیاوې دي چې یو نارینه یې تر واده وروسته ترسره کوي. باید د ژوند د ستر نعمت څخه د ښه خوند اخیستلو لپاره د پورته کارونو څخه ځان وساتي.
مشاهده سایت

کله چې الله تعالی د میاشي مثال راوړه، نو کافران حیران شول، د دې دومره لویې نړۍ خالق، د دومره کوچنۍ حشرې مثال راوړي!!! ال...
11/03/2022

کله چې الله تعالی د میاشي مثال راوړه،

نو کافران حیران شول، د دې دومره لویې نړۍ خالق، د دومره کوچنۍ حشرې مثال راوړي!!! الله پاک وویل:
{وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ ما ذا أَرادَ اللَّهُ بِهذا مَثَلًا ...}
البقره سورت (26) ایت
او هغه کسان چې کافران دي، دوی وایي، خدای د دې مثال له راوړلو څه غواړي.
له 1400 کلونو وروسته لویه نښه او حیرانتیا څرګنده شوه.

ښځینه میاشې په سر کې سل سترګې لري ...

48 غاښونه لري ...

درې زړونه لري ...

په خپل خړتم کې شپږ چړې لري چې هره یوه جلا دنده ترسره کوي. ...

هر اړخ ته درې وزرې لري...

مجهز حرارتي سستم لري چې په وسیله یې په توره شپه کې د انسان پوستکي ته ارغواني رنګ ورکوي، کټ مټ لکه شپني دربینونه چې سرتیري یې د شپې لخوا کاروي.. ...

د تخدیر (انستیزیا) په مجهز سستم سمبال دی، له وینې اخیستلو مخکې پوستکی تخدیروي، څو قرباني د درد احساس ونه کړي ...

د وینې د تحلیل مجهز لابراتوار لري، د خپلې خوښې وینه څښي ...

د وینې د نري کولو سستم لري تر څو یې د څښلو پر مهال په اسانۍ تېره کړي ...

د بوی کولو قوی سستم لري، د هغې له لارې کولی شي چې د انسان د پوستکي خوله(عرق) تر (60)متره پورې حس کړی...

تر دې هم حیرانونکې دا ده چې معاصر علم کشف کړه چې د مياشى پر ملا یوه وړه حشره ژوند کوي چې یوازې په میکرسکوب لیدل کیږي ..

الله تعالى فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا ما بَعُوضَةً فَما فَوْقَها}
بې شکه چې الله له دې شرم نه کوي چېد میاشی او یا د هغې د پاسه د یو شي مثال راوړي.

" پاكي او ستاینه ده هغه ذات لره چې د ځواک او واک څښتن دی "
که معلومات مو خوښ شوی وی درسره شير يې کړی

که پوره مو لوستی وی ولیکی ولوستل شو مننه

روس او امريکا په اوکراين کې10 ساعت پیش / نن ټکی اسيا / نن ټکی اسیاميا نور اغاشوروي په افغانستان کې له ماتې وروسته په دې ...
07/03/2022

روس او امريکا په اوکراين کې

10 ساعت پیش / نن ټکی اسيا / نن ټکی اسیا
ميا نور اغا
شوروي په افغانستان کې له ماتې وروسته په دې ونه توانیده چې مستعمره هیوادونه په واک کې وساتي, ځکه یې د مستعمره هیوادونو خپلواکي ومنله او ازادي یې ورکړه, اوکرین هم د شوروي له مستعمره هیوادونو څخه و چې په افغانستان کې د شوروي له ماتې څخه وروسته ازادي تر لاسه کړه, اوکرین د خپلې حاصل خیزې اراضي او د شوروي په وخت کې د صنعت لپاره د زیاتې توجه له امله بډایه هیواد دی, ځکه امریکا او د ناټو غړي هیوادونه پکې زیاته دلچسپي لري, همدارنګه په یورپ کې داخل دی، ناټو د خپلې پراخۍ فکر هم لري کوښښ کوي چې د خپل حریف روس د تضعیف او خپلې نفعې لپاره ترې کار واخلي, له دې هر څه سره د اوکرین اوسنی ریس جمهور یهودي دی چې پخوانۍ سیاسي سابقه نه لري بلکې یهودي لابيګیرانو ورڅخه د کار سړی جوړ کړی له خندونکي ډرامه نګار څخه یې د سیاست تاجدار چوړ کړی, یهود چې په ټوله نړۍ کې خطرناکه سیاسي او حکومتي لابيګیري کوي او د صیهونیت خطرناک عزائم یې په نظر کې دي, د اوکرین حکومت هم د دوی په لاس کې دی, له دې امله د اوکرین ریئس جمهور چې کله له ناټو ناامیده شو له اسرائیلو څخه یې د مداخلې غوښتنه وکړه.
روس د پوټین په مشری کې له ولیدلي حالت نه ورو ورو په پښو ودرید او تقدیر یو ځل بیا د دوی ستوری هغه وخت روښانه کړ چې امریکا د ناټو له اتحادې سره په افغانستان حمله وکړه چې له شلو کلو وروسته یې په ماتې او شرمیندګۍ بدله شوه, روسانو د امریکې ضعف درک کړ له دې امله یې اوله مانورې په سوریه کې وکړه, د اسد حکومت چې د دوی سابق کمونستي متحد و له پرزیدو وساته او امریکایان یې په ښکاره وننګول, په دوهم پړاو کې یې په پخوانی مستعمر هیواد اوکراین چې امریکا او ناټو یې د زرو غصب ته ملا تړلې وه او د روس خلاف آله یې ګرځوله له تهدیداتو وروسته حمله وکړه چې له یوې هفتې راهسې په اوکرین د اور لمبې بلې دي ابادۍ یې ویجاړيږي وګړې یې په اروپا د تیښتې له امله ورمات دي , مرګ او زخم خو هسې هم ورسره تړلي دي.
اوس به څوک زياته ګټه کوي، روس که امريکا+ناټو؟
1- روسانو له جنګ سره د مذاکراتو دروازه هم خلاصه ساتلې, که مذاکرات کامیابیږي هم به د روسانو له شرائطو سره کامیابیږي ځکه دوی غالب دي او اوکرین هم اعلان کړی چې ناټو مونږه په جنګ کې یوازې پریښي یو خپل ضعف او بربادۍ په سترګو ویني.
2- او که مذاکرات ناکام شي روسانه به اوکرین نیسي او د خپلې خوښې ګوډاګی حکومت به جوړوي, چې په دې صورت کې د ناټو او امریکا عزائم چې اوکرین پورې تړلي وو خاورې کیږي او روسان په خپلو مستعمره وو برلاسي کیږي.
3- همدارنګه په امریکې د خپلو متحدینو اعتماد کمزوری کیږي ځکه دوی اوکراین له روسانو اونه ژغوره بلکې یوازې یې پریښود.
1- امریکایان به کوشش وکړي چې جګړه اوږده شي د روسانو تلفات زیات شي او ماتې او مني, خو دا مشکله ځکه ده چې جنګونه یا په مساوي/ زیات شمیر او اسبابو سره کیږي او یا هم په عقیده او نظرې سره چې اوکراین دا دواړو کې یو هم نه لري.
2- بل دوی کوښښ کوي چې د اقتصادي بندیزونو له لارې په روسې پشار راوړي خو دا پشار که روس ته په تاوان دی اروپا ته هم لوی سر درد دی ځکه د ودی ګیس زیاته برخه له روس څخه واریدیږي همدا رنګه روس د تیلو لوی صادرونکی هیواد دی چې له بندیزونو سره د تیلو بیعې خامخا لوړیږي او نقصان به یې ټولو ته وي.
له دې سره اسلامي نړۍ له اوږدو بدبختیو وروسته د دو قطبي مستو کفري غوایانو له سرتمبګي لرې کیږي.
مشاهده سایت

Address

Kabul

Telephone

+93777852528

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zahed Zahed posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share