31/12/2025
دا د تاریخ هغه منظر دی چې عقل ورته حېران پاتې کېږي.
یو لور ته د سمندر په څېر څپې وهونکی، له لکونو جوړ پوځ؛
او بل لور ته یوازې د ګوتو په شمېر څوجنګیالي.
دا د ترموپایلي کیسه ده؛
هغه ځای چې د سپارټا ۳۰۰ زړورو جنګیالیو د نړۍ د تر ټولو سترې امپراتورۍ مخه ونیوله، مرګ ته یې غاړه کېښوده، خو هېڅکله ټیټ نه شول.
د ماراتون له جګړې لس کاله وروسته، د فارس نوی پاچا زېرکسس (خشایارشا) د خپل پلار دارا د ماتې بدل اخیستو ته راپاڅېد.
دا ځل یې هېڅ تېروتنه ونه کړه.
هغه د تاریخ تر ټولو ستر پوځ جوړ کړ.
یوناني تاریخپوه هیروډوټس لیکي:
دا پوځ دومره لوی و چې کله به د کوم سیند ترڅنګ تم شو، نو سیند به یې وڅښه او وچ به شو.
هغوی پر سمندر پلونه واچول او اروپا ته ورننوتل.
د زېرکسس موخه یوازې د یونان نیول نه و؛
بلکې غوښتل یې یونان له نقشې ورک کړي.
کله چې دا طوفاني خبر یونان ته ورسېد، وېره هر لور خپره شوه.
ښاري دولتونه سره وېشلي وو.
په همدې شېبه کې د سپارټا پاچا لیونیداس مخې ته راغی.
ده نږدې ۶۰ کاله عمر درلود، خو بازوګان یې لا هم د اوسپنې په څېر کلک وو.
د ډیلفي دمعبد وړاندوینه وه:
«یا به سپارټا په خاورو واوړي، یا به یې پاچا قرباني شي.»
لیونیداس خپل انتخاب کړی و.
په سپارټا کې مذهبي جشن روان و، نو ټول پوځ نه شو وتلای.
لیونیداس د خپلو شخصي ساتونکو له منځه ۳۰۰ تر ټولو غوره جنګیالي وټاکل.
دا هغه کسان وو چې زامن یې درلودل، څو نسل يې ختم نه شي.
له هغوی سره د یونان له نورو سیمو شاوخوا ۷۰۰۰ نور جنګیالي هم یو ځای شول.
د جګړې لپاره یې ترموپایلي وټاکله؛
یوه ډېره تنګه دره:
یو خوا جګ غر، بل خوا ژور سمندر.
لار دومره تنګه وه چې یو وخت یوازې یو ارابه ترې تېرېدله.
د لیونیداس تکتیک ساده و:
دلته به د فارس لکونه پوځ بېګټې شي.
کله چې فارسي پوځ ورسېد، زېرکسس د یونانیانو لږ شمېر ته وخندل.
څلور ورځې یې انتظار وکړ، فکر یې کاوه چې دوی به وتښتي.
کله چې ونه تښتېدل، یو استازی یې ورولېږه:
«وسلې وسپارئ، ژوند به مو وبخښل شي.»
لیونیداس د تاریخ یو له لنډو او مشهورو ځوابونو ورکړ:
«مولون لابه»
(یعنې: که زړه لرې، راشه او خپله یې واخله!)
په پنځمه ورځ جګړه پیل شوه.
فارسي پوځ په څپو څپو ورمخ ته شو،
خو سپارټایان مخې ته لکه دیوال ودرېدل.
د سپارټا روزنه تر ټولو سخته وه.
هغوی اوږه پر اوږه ودرېدل،
د خپلو لویو ډالونو دیوال یې جوړ کړ
او په نیزو یې دښمن پرې کاوه.
په لومړۍ ورځ د فارس د مړو غرونه جوړ شول.
زېرکسس حیران پاتې شو.
بله ورځ یې خپل ځانګړی ځواک واستاوه:
«نامیرایان» (Immortals) – لس زره غوره جنګیالي.
خو په دې تنګه دره کې هغوی هم مات شول.
سپارټایان یو انچ هم شاته نه شول.
یو ستړېده، بل مخته راته، خو دیوال نه نړېده.
زېرکسس له وېرې درې ځله له خپل تخت پورته شو.
د نړۍ ستر پوځ د څو زرو کسانو پر وړاندې بند پاتې و.
خو بیا خیانت راڅرګند شو.
یو یونانی، ایفیالتېس، د طمعې له امله
زېرکسس ته یوه پټه د غرو لار وښوده
چې د یونانیانو تر شا وتله.
فارسي پوځ په شپه له هغې لارې تېر شو.
سهار لیونیداس پوه شو چې محاصره شوي دي.
مرګ حتمي و.
هغه خپلو متحدینو ته وویل چې ستانه شي او ژوندی پاتې شي،
څو بیا جګړه وکړي.
خو دی خپله نه شو تلای.
د سپارټا قانون و:
«شاته مه ګرځه، تسلیمېږه مه.»
لیونیداس،
د هغه ۳۰۰ سپارټایان
او د تیسپیا ۷۰۰ زړور جنګیالي پاتې شول.
هغوی پوهېدل چې دا به د ژوند وروستۍ ورځ وي.
وروستۍ جګړه پیل شوه.
اوس هغوی دفاع نه کوله،
بلکې د لېوانو په څېر یې د دښمن منځ ته ورټوپ کړل.
نیزې ماتې شوې، تورې راوایستل شوې؛
تورې ماتې شوې،
نو په لاسونو او غاښونو یې جګړه کوله.
پاچا لیونیداس د غشي په لګېدو شهید شو.
سپارټایان د هغه د جسد د ساتلو لپاره تر وروستۍ سلګۍ وجنګېدل.
فارسیانو ولیدل چې نږدې جګړه ناشونې ده،
نو شاته شول
او د غشو باران یې واوراوه.
دومره غشي وورېدل
چې لمر پټ شو او تیاره خپره شوه.
هماغه د غشو لاندې
وروستی سپارټای هم ولوېد.
ټول ۳۰۰ سپارټایان او د هغوی ملګري شهیدان شول،
خو هېڅکله یې تسلیمي ونه منله.
په دې جګړه کې له ۲۰ زرو زیات فارسي پوځیان ووژل شول.
که څه هم سپارټایان مات شول،
خو هغوی وخت واخیست—
او هماغه وخت یونان وژغوره.
د دوی قربانۍ یونان یو موټی کړ.
وروسته د سلامیس او پلاتیه په جګړو کې
یونانیانو فارس داسې مات کړ
چې بیا یې هېڅکله د اروپا مخ ونه لېد.
نن هم په ترموپایلي کې یوه یادګاري ډبره ولاړه ده، پرې لیکل شوي:
«اې مسافره!
سپارټا ته ووایه،
چې موږ د هغوی د قانون د درناوي لپاره
خپل ژوندونونه ورکړل.»
دا کیسه موږ ته وايي:
ازادي وړیا نه وي.
ځینې وختونه لږ کسان باید
د ټول ملت لپاره قرباني شي.
لیونیداس او د هغه ۳۰۰ ملګري
نن هم د مېړانې او استقامت ستر سمبولونه دي.
د فکر ټکی:
ژوند مهم دی،
خو د ژوند موخه له ژونده هم مهمه ده.
د عزت مرګ
د ذلت له ژوند نه زر چنده غوره دی.
پښتو ژباړه:اصل دين ځدراڼ.