Ghafoor Kochai

Ghafoor Kochai Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ghafoor Kochai, Shopping & retail, سرک دوم . خوشحال خان. کوته سنګي, Kabul.

25/11/2023
جالبه خلقت!خلک د یوې وړې کیښتۍ په غېږ کې ناست دي، کیښتۍ د یوه لوی ماهي په قبضه کې ده، ماهي د لوی بحر د ولکې لاندې دی، او...
08/10/2023

جالبه خلقت!

خلک د یوې وړې کیښتۍ په غېږ کې ناست دي، کیښتۍ د یوه لوی ماهي په قبضه کې ده، ماهي د لوی بحر د ولکې لاندې دی، او بحر د جبَّار ذات په قبضه کې دی نو کبر او غرور د څه لپاره؟
(وَهُوَ القَاهِرُ فَوقَ عِبادِهِ)
مونږ هم درسره فالو کړئ
Amanullah Momand

📢   .  🔔🔳 له ګاز نیولیو کسانو سره څه وکړو ؟🟢 د درنو کورنیو ، زده کړیالانو ،              زده کوونکو ، او مسافرو د پام وړ...
10/01/2023

📢 . 🔔

🔳 له ګاز نیولیو کسانو سره څه وکړو ؟

🟢 د درنو کورنیو ، زده کړیالانو ،
زده کوونکو ، او مسافرو د پام وړ !

🟢هر کله مو چې کوم کس ولیدی چې ګاز نیولی څه باید وکړئ

1 - په لومړي قدم کې باید هغه د کوټې څخه بهر و باسئ تر څو پوره اوکسیجن واخلي . که ناروغ په هوش و یا ویښ وو نو صافي او خوږې اوبه او یا لیمو او مستې ورکړئ .

2 - یو پلاستیک یا پوقانه ناروغ ته ورکړئ تر څو یې پوف کا ، دا کار د دې سبب کېږي چې د اضافی کاربن غاز له بدن څخه خارج شي او په ځای یې اوکسیجن واخلی او نصب شي .

3 - که ناروغ د بې هوښۍ په حال کې وو هغه په اواره سطحه باندې پریباسئ . خوله په خوله تنفس ورکړئ ، د تازه ژوند ورکړې هڅې CPR پیل کړئ . په دواړو لاسونو د سینې د قفس په چپ لوري باندې یې فشار وارد کړئ .

4 - د بې هوښۍ په حالت کې هیڅکله کوم خوراکي شیان ( اوبه او خواړه ) ور نه کړئ ، ځکه ناروغ کې اسپایریشن ( سږیو ته د معدې او مرۍ د محتویاتو ګرځېدل )صورت نیسي چې دا کار د ناروغ د بېړنۍ او حتمي مړینې سبب ګرځي .

5 - که په لومړنیو مرستو باندې ناروغ ، روغتیا نه مومي نو په ډېره بېړه هغه صحی مرکز یا روغتون ته و لېږدوئ او ژوند یې و ژغورئ .

🩺 نوټ : بخارۍ مو د شپې په لومړیو برخو کې بلې کړئ او کله چې خوب پیلوئ نو بخارۍ بیرون ته له ایستلو ، د دود له وتو او د هوا له صافوالي څخه ځانونه ډاډمن کړئ او بیا خوب پیل کړئ

بل دا چې دا بخارې ډیرې خطرناکې دې ځان ترې وساتې.

هیله ده د دی پیغام نشرولو کې پوره همکاری وکړئ . مننه

Dr Ab. Copi

Copi
26/09/2022

Copi

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــد تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).د فرضي ل...
22/10/2021

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [ #تهجد] لمونځ دی.
په حديث شريف کې راغلي دي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
د شپې په ورستۍ برخه کې اللهﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي:
-شته څوک ما ته فرياد او آواز کوونکی چې ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې زه يې ورکړم، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې زه ورته بخښنه وکړم.
(رواه بخاری)
حضرت ابو امامه"رض" روايت كوي چې رسول اللهﷺ وفرمايل:
-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.
(رواه ترمذى)
د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه۲ متوسط يې څلور۴ او زيات يې اته۸ يا دولس۱۲ ركعتونه دي.
یا اللهﷻ!
هر هغه څوک چې مونږ سره ددې معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي، ته یې د دوزخ له سختو عذابونو څخه وساتې!
شیر کول صدقه جاریه ده
که چیری مو پوره لوستی وی کمینت کی ولیکی چی ولوستل شوه.


Address

سرک دوم . خوشحال خان. کوته سنګي
Kabul
10001

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ghafoor Kochai posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share