17/11/2025
په کابل کې ۱۷ کلنه فرخنده، چې شاوخوا ۴۵ ورځې مخکې د کورنۍ په رضا د حماد (الماس) سره واده شوې وه، د نومبر په ۱۵مه د خپل مېړه د کورنۍ په کور کې په مرموز ډول مړه وموندل شوه. د کورنۍ ځینې غړي غوښتل مړی عدلي طب ته انتقال کړي، خو راپورونه وایي چې حاجي احسانالله – چې د سرو زرو کان شریک دی – د دې کار مخه نیولې ده. د فرخندې د ورور په شمول د کورنۍ غړي د فشارونو له امله تر اوسه خاموش دي. پولیسو لا تر اوسه رسمي نظر نه دی ورکړی، خو کورنۍ او مدني فعالان د پېښې جدي پلټنه غواړي.