د خیبر فاتح

د خیبر فاتح «إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا

دلوی اختر په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه.د عرفات ورځ، د لوی اختر لومړۍ ورځ، پنجش...
21/05/2026

دلوی اختر په مناسبت د کار او ټولنیزو چارو وزارت څلور ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه.
د عرفات ورځ، د لوی اختر لومړۍ ورځ، پنجشنبه او شنبه عمومي رخصتي دي، او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به رسمیات بېرته پیل شي،
ان شاءالله

نثارمحمد چې ځینو سرچینو «نثارمحمد یوسفزی افغان» یاد کړی، د منځنۍ اسیا د کوچنیو قومونو د ژبو څېړونکی او د تاجکستان د معار...
20/05/2026

نثارمحمد چې ځینو سرچینو «نثارمحمد یوسفزی افغان» یاد کړی، د منځنۍ اسیا د کوچنیو قومونو د ژبو څېړونکی او د تاجکستان د معارف له لومړنیو بنسټ اېښودونکو و. د راپورونو له مخې، هغه په ۱۸۹۷ کال کې په پېښور کې زېږېدلی و او په ۱۹۱۹ کال کې یې د افغان ـ انګلیس په درېیمه جګړه کې برخه اخیستې وه. د تاجکي سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه وروسته منځنۍ اسیا ته ولاړ او په تاجکستان کې یې د علم او معارف د بنسټ اېښودو برخه کې د پام وړ کارونه وکړل.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د معلوماتو له مخې، نثارمحمد په ۱۹۲۷ کال کې د تاجکستان د معارف وزیر وټاکل شو. سرچینه زیاتوي چې نوموړی د «سټالیني سیاسي ځپنو» په لړ کې د ۱۹۳۷ کال د اکټوبر په ۸مه ونیول شو او د «یوې جوړې شوې دوسیې» پر بنسټ د همدې میاشتې په ۲۲مه په مسکو کې اعدام شو.

خاور د روانې مې میاشتې په ۱۹مه خبر ورکړی چې د مسکو له دونسکوي هدیرې د نثارمحمد د قبر یو څه خاوره تاجکستان ته ولېږدول شوه.

سرچینه زیاتوي چې د نثارمحمد د غایبانه جنازې او د دوشنبه ښار په لوچاب هدیره کې د هغه د قبر د خاورې اېښودو مراسم په اسلامي بڼه او ځانګړي درناوي سره ترسره شول.
پژواک

د کابل ټایم موندنې ښيي، چې له پاکستاني پوځ سره د تېرې مودې د نښتو پر مهال د افغانستان ځانګړي او خاص ځواکونه لږ تر لږه شپ...
20/05/2026

د کابل ټایم موندنې ښيي، چې له پاکستاني پوځ سره د تېرې مودې د نښتو پر مهال د افغانستان ځانګړي او خاص ځواکونه لږ تر لږه شپږ ځله د خیبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو ته داخل شوي وو او هلته یې د لسګونو ساعتونو لپاره حضور درلود.

د معلوماتو له مخې، دغو ځواکونو په ځینو سیمو کې ځانګړي، پټ او پېچلي عملیات ترسره کړي، چې موخه یې د امنیتي ګواښونو له منځه وړل او د مهمو هدفونو تعقیبول و.

سرچینې وایي، د عملیاتو یوه مهمه برخه د اورکزیو په غرنیو سیمو کې ترسره شوې، چېرته چې د داعـ؛ـش اړوند پټنځایونه په نښه شوي وو. د راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو پر مرکزونو بریدونه شوي او ځینې پټ ځایونه له منځه وړل شوي دي.

موندنې همداراز څرګندوي، چې د عملیاتو په لړ کې د پاکستاني پوځ پر ځینو مهمو تأسیساتو هم ځانګړي هدفمند عملیات ترسره شوي وو، خو د دغو عملیاتو د تلفاتو او دقیقو پایلو په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

تر دې مهاله نه د افغانستان او نه هم د پاکستان چارواکو په رسمي ډول د دغو عملیاتو په اړه څه ویلي دي، خو امنیتي سرچینې دا عملیات “له لوړې کچې پلان شويو او محدودو ځانګړو عملیاتو” څخه بولي.

د زړه پوري، کره او په وخت معلومات او اطلاعاتو لپاره یي وڅاري.
13/05/2026

د زړه پوري، کره او په وخت معلومات او اطلاعاتو لپاره یي وڅاري.

Follow ‎د سـکــون ښـار 1⃣‎'s WhatsApp channel. ‎زموږ د چینل موخه او هدف د خپل هېواد په کچه د فرهنګي مبارزينو، ليكوالانو او قلموالو انسجام او همغږي ده، تر څو په ښه ډول په خواله رسنیو کې د خپل اسلامي نظام ننګه او دفاع وكړو.
د چینل له ټولو ګډنوالو څخه مو هیله ده چې د گروپ اصولو ته ژمن پاتې شي او د دعوت او عبادت پر نیت زموږ سره په دغه روانه فكري مبارزه کې ملتيا وكري.

(لیکوال: ملا حسن حنفي).‎ Join 47 followers for the latest updates.

11/05/2026

‏یو تن افغان سوداګر د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د پرمختللي موبایل استازولي پرانیسته.

ځینې خلک په قصدي ډول داسې تشویش اچوونکې اوازې خپروي، ګواکې د فرضي کرښې په اړه د دواړو خواوو قومي مشرانو داسې تړونونه کړي...
10/05/2026

ځینې خلک په قصدي ډول داسې تشویش اچوونکې اوازې خپروي، ګواکې د فرضي کرښې په اړه د دواړو خواوو قومي مشرانو داسې تړونونه کړي چې د ملي ګټو خلاف او خطرناک دي او د دغو تړونونو د وضاحت غوښتنه کړې ده.

حقیقت دا دی چې ځینې کړۍ غواړي دا موضوع قصداً لویه او جنجالي وښيي او خلکو ته پرې ناسمه فضا جوړه کړي، اصلي موضوع دومره لویه نه ده چې حکومت پرې ځانګړی غبرګون وښيي یوازې د نورستان او کونړ په هغو سیمو کې چې اغزن تار ته دواړو غاړو ته کلي نږدې دي، د سیمې قومي خلکو د خپل ولس د خوندیتوب لپاره یو محلي تفاهم کړی، تفاهم دادی چې نه به د پاکستان له خاورې پر افغانستان برید کیږي او نه به د افغانستان له غاړې د پاکستان پر پوستو حملې ترسره کیږي، ځکه د هر ډول نښتې زیان اکثر وخت د دواړو غاړو کلیوالو او عامو خلکو ته رسیده.

دغه اقدام فرضي کرښې ته د ولسونو د امنیت او د کلیو د خوندي پاتې کیدو لپاره شوی دی، له دې پرته د فرضي کرښې په اړه هیڅ ډول تړون، معامله او یا امتیاز نه دی ورکړل شوی او نه هم څوک دا حق لري چې د افغانستان د خاورې او موقف په سر معامله وکړي.

او هغوی چې پرون یې د څو پیسو او څوکیو لپاره د اغزن تار پر سر معامله وکړه، د دوو وروڼو قومونو ترمنځ یې توره او کرغیړنه کرښه پخه کړه، نن هیڅ حق نه لري چې د ډیورنډ په نوم احساساتي شعارونه پورته کړي، خرڅ شوي ضمیرونه، د پردیو غلامان او د وطن پلورونکي باید پوه شي چې ملت نور د دوی دوکې نه خوري، د وطن پر سر معامله کوونکي به د تاریخ په محکمه کې تل د شرم او خیانت په نوم ثبت وي او غوره به دا وي چې د خپل تور مخ د پټولو لپاره تر ابده چوپ پاتې شي.

05/05/2026

د مرحوم مولانا شیخ ادریس شهادت د اسلامي نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره یوه ستره ضایع ده.
#علماء

د خیبرپښتونخوا د چهارسدې په اتمانزو کې يو مشهور ديني عالم شيخ محمد ادریس د نامعلومو وسله‌والو کسانو له لوري په يوه بريد ...
05/05/2026

د خیبرپښتونخوا د چهارسدې په اتمانزو کې يو مشهور ديني عالم شيخ محمد ادریس د نامعلومو وسله‌والو کسانو له لوري په يوه بريد کې په نښه شوی دی.
سرچينه زياتوي، نوموړي په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شويو ويډېوګانو کې د نوموړي پر موټر د مرميو نښې ښکاري.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې يو شمېر ديني عالمان په نښه شوي وو.
#علماء

28/04/2026

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال، مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي وایي، چې د غویي اتمه د افغانانو په ډېرو قربانیو ترلاسه شوې ده.
#ثور۸

Mullah Hibatullah AkhundzadaAmir al-Mu’mininIslamic Emi__rate of AfghanistanMarch 12, 2026Honorable Amir,We, the family ...
25/03/2026

Mullah Hibatullah Akhundzada
Amir al-Mu’minin
Islamic Emi__rate of Afghanistan
March 12, 2026
Honorable Amir,
We, the family of Dennis Coyle, approach you with hearts full of hope, inspired by the noble tradition of the Islamic Emirate of Afghanistan in showing mercy and compassion to prisoners during the blessed days of Eid al-Fitr. Each year, on this occasion, you open the doors of freedom to many, thereby demonstrating the spirit of compassion and justice. With great humility, we respectfully ask that this same spirit of mercy be extended to our dear brother, Dennis Coyle, and that he be released before the upcoming Eid al-Fitr so that we may once again see our beloved brother and son.
For nearly twenty years, Dennis has held a deep affection for Afghanistan in his heart. Through tireless efforts to promote and develop the Pashto language and other minority languages, he has sought to pay tribute to Afghanistan and honor its beauty and traditions. He is someone who appreciates the grandeur of your country’s mountains, rivers, and cultural heritage, and he has always tried to understand and serve it. We ask for your mercy and trust in your wisdom to consider the sincere intentions of his heart. We hope he will be treated with kindness and forgiveness, as he never intended to cause harm.
The Holy Qur’an teaches in Surah Al-Isra (verse 23) that one must treat one’s parents with the utmost kindness and respect. Dennis, the eldest child and only son of the family, longs to fulfill this sacred duty toward his widowed 84-year-old mother. His mother’s heart beats for him, and doctors say her health grows weaker day by day—her heart has become fragile under the weight of separation from him. We ask you, as brothers in humanity, to release Dennis so that he may care for his mother, ease her suffering, and uphold these noble human values. As it is said, Paradise lies beneath the feet of mothers. When our brother serves and honors his mother, it brings blessings to all of us.
With humility and gratitude, we submit this request to you and place our hope in your wisdom and compassion. May Almighty God reward you for hearing our voice and bring peace and goodness to your land.
Respectfully,
The Family of Dennis Coyle

کیفیت و نازلترین قیمت را با ما تجربه کند
09/03/2022

کیفیت و نازلترین قیمت را با ما تجربه کند

Address

Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93730965595

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د خیبر فاتح posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share